د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

په پاکستان کې د افغان دولت او طالبانو د سولې خبرې وځنډېدې


په پاکستان کې د افغان دولت او افغان طالبانو د استازيو ترمنځ د سولې د خبرو اترو دويم پړاو د افغان طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړينې د راپورونو له امله ځنډېدلى دى.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په يوې خپرې کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې د ملا محمد عمر د مړينې له امله او د طالب مشرانو د غوښتنې په ترڅ کې د افغان دولت او طالبآنو ترمنځ خبرې اترې يو څه ځنډېدلې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې ټاکل شوې وه، چې د افغان دولت او طالبانو مرکچيان به د جمعې په ورځ د پاکستان پايتخت اسلام اباد ته نزدې د مري په ښارګوټي کې سره وګوري او پر اوربند سربېره به پر يو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.

تر دې مخکې دغو دواړو افغان خواوو د روانې مياشت په ٧مه نېټه د لومړي ځل لپاره په مري کې سره مخامخ خبرې کړې وې او پر دې سلا شوي ول، چې د سولې خبرې اترې بۀ جاري ساتي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت خبرپاڼه همدا راز د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو د لړۍ د جاري پاتې کېدو هيله څرګنده کړې او وايي:

((اسلام آباد او نور ملګري هېوادونه هېله لري چې طالب مشران به په افغانستان کې د اوږدمهالې سولې او ثبات لپاره د سولې پروسې د جاري ساتلو لپاره خبرو اترو ته دوام ورکړي.))

تر دې مخکې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند قاضي خليل الله په اسلام اباد کې پخپلې اوونيزې خبري غونډې کې خبريالانو ته ويلي ول، چې پاکستان به د افغانانو په مشرۍ د افغانستان د سولې او ثبات لپاره ددې هېواد د سولې له پروسې سره خپلې مرستي جارې وساتي.

قاضي خليل الله همداراز په پاکستان کې د افغان طآلبانو د مشر ملا عمر د مړينې تصديق يا ترديد ونه کړ، خو ويې ويل هېواد به يې په دې اړه خپل دريځ تر پلټنو وروسته څرګند کړي.

په اسلام اباد کې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو دويم پړاو تر هغې وروسته ځڼډېدلى، چې افغان دولت او د افغنستان ملي امنيت د چهارشنبې په ورځ ناوخته اعلان وکړ، چې د افغان طالبآنو مشر ملا محمد عمر د ٢٠١٣م کال په اپريل کې د ورپېښې ناروغۍ له امله په پاکستان کې مړ شوى دى.

د افغان طالبانو د مشر د مړينې د خبر تر خپرېدو وروسته د افغان طالبانو ترمنځ د اختلافاتو د رامنځته کېدوراپورونه هم ترسترګو شوي او د سياسي چارو کارپوهان وايي، چې ښايي دا اختلافات لا پسې زيات شي، چې په نتيجه کې يې به يې د سولې خبرو ته زيان ورسېږي.

د يادونې وړ ده، چې پاکستان د افغان دولت او طالبآنو ترمنځ د خبرو اترو د دويم پړاو د نوې نېټې په اړه څه نه دي ويلي. تر دې مخکې ټاکل شوې وه، چې دا خبرې د جولايي په ٣١مه نېټۀ ترسره شي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG