د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۰

طالبانو ملااخترمحمد منصور خپل مشر ټاکلی دی


راپورونه وايي چې طالبانو ملااخترمحمد منصورد خپل مشر او د ملا محمد عمر اخوند ځای ناستی ټاکلی دی.

دا راپورونه ترهغې وروسته خپرېږي چې افغان حکومت د چهارشنبې په ورځ د طالبانو د مشرملامحمدعمر اخوند د مړینې خبرخپورکړ او طالبانو ترهغې یوه ورځ ورسته دا تایید کړه چې ملامحمدعمر اخوند د ورپېښې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.

خو طالبانو تراوسه د خپل مشرپه توګه د ملااخترمحمد منصورد ټاکل کېدلو خبره نه ده تایید کړې.

د طالبنو د مشر ملا محمد عمر اخوند د مړینې د خبر تر خپرېدلو ورسته، دغه ډلې ملا اخترمحمد منصورد خپلې ډلې د مشر په توګه ټاکلی دی.

طالبانو د پنجشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا تایید کړه چې د دوی مشر ملا محمد عمر اخوند د یوې ناروغۍ له امله مړ شوی دی خو د خپل مشرپه توګه یې د ملا اخترمحمد منصور د ټاکل کېدلو په اړه څه نه دي ویلي.

رویټرز خبري اژانس د طالبانو د دوو لوړ پوړو قومندانانو په حواله لیکلي چې د ملا اختر محمد منصور د انتخاب په غونډه کې یې ګډون درلود. کومه چې د کویټې ښارنه بهر جوړه شوې وه.

د دغو قومندانانو نه یو تن د پنجشنبې په ورځ رويټرزته ویلي چې ملا اخترمحمد منصور د رایو په اکثریت سره د طالبانو مشر وټاکل شو.

ملا اخترمحمد منصورد طالبانو چارواکو یوه مهمه څېره ده چې ویل کېږي افغان حکومت سره د مخامخ خبرو لپاره طالب پلاوی هم ده ټاکل و.

د طالبانو د مشرپه توګه د ملا اخترمحمد منصور د ټاکل کېدلو خبر په داسې حال کې خپرېږي چې افغان حکومت پرون دا ومنله چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر اخوند مړ شوی دی.

افغان چارواکو ویلي چې ملا محمد عمر اخوند په ۲۰۱۳ زېږدیزکال کې د پاکستان د کراچۍ ښار په یو روغتون کې په مرموز ډول مړ شوی دی.

خو طالبانو په خپله اعلامیه کې د خپل مشرد مړینې نېټه نه ده مشخصه کړې، دوی دا هم ویلي چې ملا محمد عمر اخوند په تېرو څوارلسو کلونو کې یوه ورځ هم له افغانستان نه و وتی، او د هدیرې په اړه یې معلومات نه دي ورکړل شوي.

تردې دمخه ویل شوي ویل چې ښايي د ملا محمد عمر اخوند مشر زوی ملا محمد یقوب د خپل پلار ځای ناستی وټاکل شي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت یو چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي چې ملا اختر محمد منصور له پاکستان سره نېږدې اړیکي او له ملا محمد عمر اخوند سره اختلافونه درلودل.

دغې سرچینې ویلي چې ملا اختر محمد منصورد پاکستان د استخباراتو تر اغیز لاندې دی او حتی د طالبانو د یو بل پېژندل شوي قومندان ملا عبدالقیوم ذاکرسره جدي اختلافونه لري.

د افغان حکومت دا سرچینه وايي چې ان ملا ذاکر شااوخوا ۷ میاشتې مخکې د یو لیک په ترڅ کې طالبانو ته ویلي چې ملا اختر محمد منصور د پنجابیانو په اشاره عمل کوي او د طالبانو یو شمېر مهم چارواکي د ده په سپارښتنه د پاکستان له لوري بنديان شوي دي.

XS
SM
MD
LG