د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۸

د ننګرهارپه مرکزي روغتون کې د زیړي ناروغۍ درملنه نه کيږي


د هاپيټايټس يا زیړي ناروغۍ نړېواله ورځ په ننګرهار کې داسې مهال ونمانځل شوه چې د روغتیايي چارواکو په خبره هرکال په زرګونو ناروغان له مرکزي روغتون سره ثبتيږي.

د ننګرهار په عامه روغتیا ریاست کې د اچ ای وي پروګرام د همغږی مسول ډاکټر نورحسن بشريار وویل چې دوی تېر کال څه باندې یو لک کسان معاینه کړل چې په شاوخوا درې سووه ناروغان په زیړي اخته وو:

((د ۱۳۹۳ په ترڅ کې ۲۰۳۱ تنه معاینه شوي چې په کې ۱۷۱ تنه هيپټایټیس بي او ۱۱۴ تنه هیپتایتیس سي باندې اخته وو.))

د عامه روغتيا وزارت د اچ ای وي پروګرام د همغږۍ مسول ډاکټرمحمد یونس باګرامي وویل چې اوس د دې ناروغانو کچه ځکه په مخ په کميدو ده چې وقايه او درملنه يې پیدا شوې ده.

خو نوموړی وايي، تراوسه د ننګرهارپه روغتون کې د زیړي ناروغۍ درملنې لپاره اسانتیاوې نه دي برابرې شوي، ځکه تداوي يې ګرانه ده:

((تداوی يې ډیره ګرانه ده، د دې ناروغۍ تداوي په صحت عامه کې نشته خو په شخصي کلنیکونو کې شته دی، خو معاینات يې په ټولو کلنیکونو کې کیږي.))

دا لومړی ځل دی چې د هپټايټیس یا زیړي ناروغۍ نړېواله ورځ په ننګرهار کې نمانځل کیږي چې په ټوله نړۍ کې له دوه زره دولسم کال راهیسې هرکال د دغې ورځې نمانځنه کيږي.

د روغتيا ریاست د معلوماتو له مخې د دوی سروې ګانو ښکاره کړي چې په ټول هېواد کې دوه فیصده خلک د زیړي په ناروغۍ اخته دي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG