د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۶

وقاد: د ملاعمر مړینه د سولې د پروسې په برخلیک اغیز نشي کولای


د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، د ملامحمد عمر مړینه کولای شي د سولې خبرو د ځنډ سبب شي خو د سولې خبرو په وړاندې د دې ډلې پالیسي نه بدلوي.

د افغانستان د سولې عالي شورا په دې باورده چې د ملامحمد عمرد مړینې خبر یوازې د سولې خبرو لپاره د ناستې په نیټه اغیز کوي.

د دې شورا غړي قاضي محمد وقاد د پنجشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې طالب چارواکو ممکن د ملاعمرځای ناستی ټاکلو په خاطر د افغان حکومت سره د سولې د دویم دور خبرې ځنډولي وي.

ښاغلی وقاد وايي، له ځنډ ورهاخوا د ملاعمر مړینه نه شي کولای چې د سولې خبرو په تړاو د پیل شوي پروسې په سرنوشت اغیز وکړي:

((امکان لري چې خبرې لږ مخکې او شاته شي، ترهغه چې طالبان نوی مشر ټاکي د سولې په خبرو به خپل تاثیرات لري، خو په ټوله کې د طالبانو پالیسي ناهیلې کوونکې نه ده.))

ټاکل شوې وه چې د سولې د دویم دورخبرې د جولای د میاشتې په یودیرشمه نیټه د دویم ځل لپاره بیا اسلام اباد ته نږدې په مري کې ترسره شوي وای، خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړچې د ملاعمرد مړینې د اعلان له امله د طالبانو په غوښتنه دا ناسته په ټاکل شوې وخت نه کیږي.

افغان حکومت د ملامحمدعمرد مړینې خبرله تایدیدو سره ویلي چې اوس د تېرپه نسبت د سولې خبروته ښه زمینه برابره شوې او له ټولو وسله والو ډلو څخه یې غوښتلي چې د دې فرصت څخه په ګټې د سولې له کاروان سره یوځای شي.

له دې سره ځينو سرچینو ویلي چې ملامحمدعمر د علاج وړ یوې ناروغۍ څخه رنځیده خو له دې امله چې ملامحمد منصور او پاکستاني نظامیانو ورسره مخالفت پیدا کړی وه په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د کراچۍ ښار په یوه روغتون کې په مرموزه توګه ووژل شو.

دا سرچینه وايي چې ملامحمد عمر اخوند له ۲۰۰۶ کال څخه وروسته د طالبانو په منځ کې فزیکي شتون نه درلود.

د ملامحمدعمرد مرګ له اعلان سره د سولې خبرو د دوام په اړه بېلابېلې پوښتنې پیدا شوي دي.

یو شمېر څیړونکي وایي، ډيرامکان شته چې د سولې خبرې دوام وکړي خو دا خبرې شاید هم نمایشي بڼه ولري.

سیاسي کارپوه روح الله امین ازادي راډيوته وویل، داسې څه نه ترسترګو کیږي چې د سولې خبرې دې مثبته نتیجه ورکړي:

((احتمال لري چې غونډې ادامه پیدا کړي، خو افغانستان ته به یې ګټې په لنډ مهال کې کمې وي، اول باید داسې کسانو سره خبرې وشي چې هویت یې معلوم وي، بیا د طالبانو له کومو چارواکو سره خبرې کیږي، نمایشي خبرې به دوام ولري، خو ښې لاس ته راوړنې به ونه لري.))

په همدې حال کې د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي که د ملاعمرله شتونه پرته د سولې خبرې دوام هم کوي ممکن د افغانستان ستونزې ختمې نه کړي.

د دې شورا یو غړی غلام حسین ناصري وايي، لکه جمهورریس غني چې ټينګارکړی افغان حکومت باید پاکستان د قضیې یو طرف وګڼي او له دې لارې سولې ته د رسیدو هڅې وشي:

((یواځې یوه لاره موجوده ده، ولسمشر مخکې یوه خبره کړې وه چې سوله یواځې د پاکستان په مرسته راتلای شي، نه هغه کړیو سره چې د طالبان تر نامه لاندې کار کوي، که چېرې افغان حکومت همدا خبره ټینګه کړي پل په پل خبرې مخکې ولاړې شي، نو افغانستان ته به په همغه اندازه ګټه وکړي.))

د چارو کارپوهان وايي پاکستان غواړي چې د سولې خبرو مشري په غاړه ولري او په دې لټه کې دی چې له دې لارې بیا د خپلو هدفونو تطبیق ته لار پیدا کړي.

دوی وايي افغان حکومت باید د ستونزې د حل په خاطر یوه اوږدمهاله ستراتژي جوړه کړي چې د افغانستان ګټې یې په محور کې وي.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG