د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۴

لودین: د ملاعمر د مړینې خبر د سولې د خبرو د ځنډېدو لامل نه دی


د سولې عالي شورا د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمینځ د سولې د خبرو ځنډېدل تایید کړي دي.

د دې شورا مرستیال وايي چې که څه هم د طالبانو مشر ملاعمر څه باندې دوه کاله مخکې مړ شوی؛ خو دی زیاتوي چې د خبرو کوربه هېواد په دې پلمه د سولې د خبرو پر وړاندې خنډ جوړوي.

د سولې د عالي شورا مرستیال پرون تایید کړه چې د طالبانو د مشر ملا محمدعمر د مړینې د خبر له خپرېدو وروسته د سولې خبرې تر نامعلوم وخته پورې ځنډېدلې دي.

پرون د طالبانو ویندویانو او مشرانو د ملاعمر د مړینې خبر رسماً تایید کړ. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه بیان کې که څه هم د ملاعمر د مړینې دقیقه نېټه نه ده ښودلې؛ خو یادونه یې کړې ده چې نوموړی څه موده مخکې د ورپېښې ناروغۍ له کبله په حق ورسېد.

له دې وروسته د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت پرون په يوه بیان کې وويل چې د طالب مشرانو د غوښتنې له مخې د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ خبرې تر ناڅرګندې نېټې پورې ځنډېدلې دي.

د سولې د عالي شورا مرستیال مولوي عطاالله لودین آزادي راډیو ته وویل؛ د سولې په خبرو کې ځنډ د ملاعمر له مړینې سره چې د ده په وینا د څه باندې دوه کاله مخکې خبره ده؛ هېڅ ارتباط نه لري:

((هغه مذاکرات چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمینځ په پام کې وو؛ وځنډېدل. دا کومه تصادفي خبره نه وه بلکې همدغسې جوړه شوې وه چې د دوو- درېیو کلونو پخواني مړي خبره یې دې ورځې ته راوایسته او د هغه د مرګ اعلان یې وکړ.

فلهذا ویلای شم چې د ملاعمر وفات او حیات په دې قضیه کې ما ته موثر نه ښکاري.))

د سولې عالي شورا مخکې ویلي و، چې د سولې د رسمي خبرو په دوهم پړاو کې به د اوربند په اړه خبرې وشي. دا خبرې د اسلام آباد په مري ښارګوټي کې نن په پام کې وې.

د سولې د عالي شورا مرستیال پر پاکستان تور ولګاو چې د ملاعمر د مړینې له پلمې څخه د سولې په خبرو کې د ځنډ لپاره کار اخلي.

((توقع د خلکو دا وه چې په دې مذاکراتو کې به په اوربند خبرې کېږي، څه تعهدات به کېږي او دلته به دا هیاتونه په خپلو خبرو کې پرمختګ کوي.

نو له دې چې مېزبان هېواد هدفمند و، چې داسې یو حالت به راولي او بالاخره د دوی لپاره اوس دلیل جوړ دی چې ګنې د طالبانو مشر وفات شوی مګر ملاعمر پرون او وړمه ورځ نه دی وفات شوی، دوه دوه نیم کاله پخوا وفات شوی.))

د وسله والو طالبانو د مشر د مړينې د خبر له خپرېدو وروسته د دې ډلې په لیکو کې د اختلافاتو نښې هم ترسترګو شوي او په دې ترڅ کې د طالبانو د مشرتابه شورا غړي ملاحسن روحاني د ملاعمر د ځای ناستي په توګه د ملا محمداختر منصور د ټاکل کېدو په وړاندې د خپل ځان او څو طالب مشرانو له نارضایتۍ څخه پرده پورته کړه.

د سياسي چارو کارپوهان خبرداری ورکوي چې دا اختلافونه که زيات شي، نو د سولې روانې هڅې زیانمولای شي.

XS
SM
MD
LG