د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۴

نیازی: طالبان د خپل نوي مشر د ټاکلو لپاره نوې شورا جوړوي


د طالبانو د رژيم د هرات او بلخ پخوانی والي ملا عبدالمنان نيازی وايي؛ طالبان يوه شورا جوړوي چې غړي به يې د طالبانو د ډلې نوی مشر ټاکل کیږي.

د افغان طالبانو د ډلې يو چارواکی وايي، د دې ډلې نوې شورا په داسې حال کې جوړيږي چې په کې به د طالبانو نوی مشر هم وټاکل شي.

ملا عبدالمنان نيازي چې خپل ځان د افغانستان د اسلامي امارات شورا وياند معرفي کوي؛ آزادي راډيو ته وويل چې د دې ډلې د مشرۍ پر سر د شته اختلافاتو د حل لپاره ټاکل شوې ده يوه نوې شورا جوړه شي:

((په دې شورا کې د اسلامي امارت ټول اوسني او پخواني غړي برخه لري او هغه غړي چې اړخ ته شوي وو؛ موږ غواړو هغوی هم له موږ سره په دې کار کې يو نظر ولري. له اختر محمد منصور سره هم اړيکې نيسو.))

ملا عبدالمنان نيازي چې د طالبانو د رژيم پر مهال يې د بلخ او هرات د والي په توګه دنده تر سره کړې ده؛ وايي، په نوې شورا کې به نه يوازي د دې ډلې د مشرتابه په اړه بلکه د نوي منشور د تشکيل او نوي اصول نامې په اړه هم پرېکړې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د دې ډلې د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا په خپره شوې يوه اعلاميه کې د طالبانو د مشر په توګه د ملا اختر محمد منصور د ټاکل کېدو خبره تاييد شوې وه.

په دې اعلاميه کې راغلي چې سراج الدين حقاني او مولوي هيبت الله د ملا اختر محمد منصور د مرستيالانو په توګه ټاکل شوي دي.

ملا عبدالمنان په دې اړه وايي:

((ملا منصور د دوو - درو کسانو له خوا ټاکل شوی دی. د شورا اکثريت غړو د ملا منصور ټاکل کېدل رد کړي او هغه شورا چې زه يې په استازيتوب له تاسو سره خبرې کوم؛ د همدې لپاره جوړه شوې ده چې دغو دوستانو ته هم موږ قناعت ورکړو چې کښيني او ټولې چارې، د اسلامي امارت راتلونکی، د شورا تشکيل يې او د امير ټاکنه يې د اسلامي شورا له خوا په اسلامي اصولو وکړي.))

ملا عبدالمنان نيازي همداراز وويل، د طالبانو نوې شورا به په دې اړه هم پرېکړه کوي چې ايا له افغان حکومت سره د سولې خبرې بايد ادامه وکړي که نه.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو يوه بل لوړپوړي چارواکي ویلي؛ د طالبانو د ډلې ټول لوړپوړي غړي په دې باور دي چې له افغان حکومت سره په مذاکراتو کې برخه واخلي او د سولې خبرې پر مخ یوسي.

ملا محمد حسن رحماني چې د طالبانو د مشر په توګه د ملا منصور د ټاکل کېدو مخالفت کوي؛ دا مساله په داسې حال کې يادوي چې ټاکل شوې وه د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې د خبرو دوهم پړاو نن پيل شي؛ خو دا مذاکرات په داسې حال کې وځنډېدل چې د دې ډلې د مشر ملا عمر د مړينې خبر خپور شو.

XS
SM
MD
LG