د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۱۱

توحیدي: د انتخاباتي کمیسیونونو کمشنران باید په ازاده او منصفانه توګه وټاکل شي


د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو کمیسیون وایي؛ پر یوې داسې طرحې کار دوام لري چې له مخې به یې ولسمشر او اجراییه رییس د قانون له حکم نه پرته د انتخاباتي کمیسیونونو لپاره د کمیشنرانو د ټاکنې یا لرې کولو صلاحیت و نه لري.

که څه هم داسې اندېښنې موجودي دي چې د ملي وحدت حکومت مشران به د انتخاباتو د اصلاح په پلمه خپل پلویان او خواخوږي په انتخاباتي کمیسیونونو کې ځای پر ځای کړي؛ خو د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون وایي دا ډول لاس وهنو ته به اجازه ورنه کړي.

د دغه کمیسیون مرستیال وایي؛ داسې یوه طرحه لري چې له مخې یې د انتخاباتي کمیسیونونو لپاره کمیشنران په آزاده توګه و ټاکل شي او یا لرې شي.

صدیق الله توحیدي د شنبې په ورځ یوې غونډې ته وویل چې په دې اړه به دقیقه څېړنه وشي:

((موږ بېلابېل انتخابونه لرو څو کوښښ وشي چې انتخاباتي کمیسیونونه په آزاده او منصفانه توګه و ټاکل شي دقیقه څیړنه وشي. وروسته به دوی یو ستر مسوولیت په غاړه واخلي چې ولسمشر او اجراییه رییس به نه هغوی و ټاکلی شي او نه به یې هم لرې کړي مګر دا چې قانون و غواړي.))

ښاغلي توحیدي دا کار چې مخکې به ولسمشر د انتخاباتي کمیسیونونو لپاره کمیشنران ټاکل او یا به یې لرې کول؛ یوه ناکامه تجربه وبلله.

دا هڅې په داسې حال کې کیږي چې د راپورونو له مخې حکومتي مشران په مستقیمه توګه د کمیشنرانو په ټاکنه او یا د هغوی په ګوښه کېدو کې لاس لري.

د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون دغه راز وویل؛ تر هغو چې د خلکو نظرونه په بشپړه توګه راټول نه کړي؛ د دغه کمیسیون د کار نتیجه به معلومه نشي.

د یاد کمیسیون مسولانو ویلي چې تر اوسه د خلکو له نظرونو څخه ورته یو درې سوه صفحه یې راپور ورکړی شوی دی او دوی دا راپورونه څيړي.

په ورته وخت کې د انتخاباتي نظام د اصلاح لپاره د ملګرو ملتونو استازی "تادامیچي یا ماموتو" هیله څرګندوي چې د دغه کمیسیون د اصلاح لپاره به د یاد کمیسیون هڅېمثبته نتیجه ولري:

((لکه څنګه چې موږ دا پروسه څارو؛ ډېر بشپړه، متمرکز او ګټوره ده. اوس د کمیسیون کار د اصلاحاتو لپاره د اړینو عناصرو تر بشپړیدو تر سره کیږي. زه ډاډه یم چې د کمیسیون وړو غړیو؛ د ملي وحدت حکومت قوي ملاتړ او د انتخاباتي بهیر د ښکیلو اړخونو ښو نظرونو ته په کتو زه شک نه لرم چې د دې کمیسیون کار به ښه نتیجه و نه لري.))

د انتخاباتو څارونکي بنسټونه هم وایي چې د انتخاباتي کمیسیونونو د کمېشنرانو په ټاکنه یا ګوښه کېدو کې نه باید سیاسي چلند وشي او په دغه پروسه کې باید قانون ته پام وشي.

دوی دغه راز وایي، په انتخاباتي نظام کې د عادلانه او لازمو اصلاحاتو په راوستلو سره به د افغانستان انتخاباتي بهیر شفاف شي او خلک به ورباندې باور وکړي.

XS
SM
MD
LG