د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۶

د طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور د جګړې پر دوام ټینګار وکړ


د طالبانو نوی مشر ملا اختر محمد منصور
د طالبانو نوی مشر ملا اختر محمد منصور

نوي طالب مشر ملا اختر محمد منصور تر ټاکل کېدو وروسته په خپله لومړنۍ وینا کې پر وسله والو طالبانو د یو والي او د جګړې د دوام ټینګار کړی.

نوی طالب مشر اختر محمد منصور د پخواني طالب مشر ملا محمد عمر خلاف چې د واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته یې چا غږ نه و اوریدلی؛ د خپلې مشرۍ په دویمه ورځ یو غږیز پیغام خپور کړ او په هغې کې پر خپلو ملګرو د یو والي او د جګړې د دوام ټینګار وکړ.

وروسته له هغې چې د طالبانو د پخواني مشر ملا محمد عمر مړینه تایید او ملا اختر محمد منصور یې ځای ناستی وټاکل شو؛ د طالبانو د مشرتابه د شورا د ځینو غړو له خولې د ده له مشرتوب سره د اختلاف غږ ونه پورته شول.

هغوی چې د ملا اختر محمد منصور دا وینا یې اوریدلې؛ وايي، نوي طالب مشر په خپلو دې لومړنیو څرګندونو کې ډېر ټینګار د خپلو ملګرو تر منځ په یو والې کړی او هغو طالبانو ته یې د قناعت ورکولو ژمنه کړې چې د ده په وینا خوابدي دي.

ملا اختر محمد منصور په خپله وینا کې د افغان حکومت سره د سولې پروسې ته هم څنګزنه اشاره کړې او دا یې د دښمن تبلیغات بللي دي.

که څه هم ځینې کسان د سولې پر وړاندې د هغه دې دریځ د سولې د راتلونکي په اړ نهیلې کړي؛ خو یو شمېر شنونکې وايي، تر اوسه پورې چې د طالبانو سره د سولې په برخه کې کوم پرمختګونه شوي دا ټول د ملا اختر محمد منصور تر څارنې لاندې هغه مهال شوي چې دا د طالبانو د مشر مرستیال و.

د شخړې او سولې د مطالعاتو د مرکز غړي حکمت الله عظمي ازادي راډیو ته وویل؛ د سولې پر وړاندې د نوموړې نوی مخالفت ښايي د طالبانو په لیکو کې د یووالې د ساتلو او پر وسله والو د خپل واک د ټینګولو یوه هڅه وي.

د نیوزویک مجلې خبریال سمیع یوسفزی هم ورته خبره کوي؛ نوموړی وايي، دا مهال د هغو طالبانو ذهنیت چې افغانستان کې دننه جنګیږي سولې ته چمتو نه دی او دا به وخت غواړي چې نوی طالب مشر د سولې لاره خپله کړي.

یو شمیر نور شنونکې هم په داسې وخت کې چې د طالبانو ترمنځ خپل منځي اختلاف زور اخیستی د سولې خبرې نه ګټورې او نه هم ممکنې بولي.

پاکستان کې میشت خبریال رحیم الله یوسفزی؛ په داسې حال کې چې د افغان طالبانو مشران خپلو کې یوه خوله نه دي د سولې خبرې کومې پایلې ته نه شی رسیدلی.

د طالبانو د واکمنۍ د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل هم ټینګار کوي چې په افغانستان کې د سولې د پروسې د پرمختګ لپاره دا ډیره مهمه ده چې طالبان د یو مشر تر قیادت لاندې و اوسي.

ښاغلي متوکل همدارنګه یادونه وکړه چې ملا اختر محمد منصور په تیرو څو کلونو کې توانیدلې چې د طالبانو تحریک وچلوي او که د وسله والو طالبانو نور مشران ورسره یوه خوله پاتې شي کولای شي د طالبانو اوسني فعالیتونه روان وساتي.

XS
SM
MD
LG