د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۷

بریتانیا:د اسامه د کورنۍ ۳ غړي د یوې شخصي الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې وژل شوي


د القاعده د شبکې د پخواني مشر اسامه بن لادن د کورنۍ درې غړي د بریتا په جنوب کې د یوې شخصي الوتکې د نسکوریدو په پېښه کې وژل شوي.

سعودي عربستان وايي، د اسامه د کورنۍ درې غړۍ په بریتانیا کې د یوې شخصي جیټ الوتکې د نسکورېدو په پېښه کې وژل شوي دي.

پرون په بریتانیا کې د سعودي عربستان سفیر شهزاده محمد بن نواف د متمول بن لادن له کورنۍ سره چې په سعودي کې یو لوی ساختماني شرکت څښتن دی خواخوږي ښودلې ده.

شهزاده نواف د وژل شویو کسانو نومونه یاد نه کړل؛ خو د العربیه تلویزوني شبکې پرون په یو راپور کې وویل چې د الوتکې د نسکورېدو په دې پېښه کې د اسامه بن لادن میرنۍ خور ثنا محمد بن لادن؛ خاوند یې او د اسامه بن لادن میره وژل شوي دي.

د بریتانیا پولیس وايي، د دې شخصي جیټ الوتکې درې سپرلۍ او پیلوټ هغه مهال ووژل شول چې الوتکه د لندن په پنځه شپیته کیلومترۍ کې د بلک بوش په نوم هوايي ډګر کې د الوتکو په تم ځای کې را وغورځېده او اور یې واخیست.

د بریتانیا د پولیسو یوې چارواکې اولګا وینیر پرون د بلک بوش په هوايي ډګر کې وویل:

”کولای شم تایید کړم چې موږ دا مهال د هوايي چلن د څېړنو له پلاوي سره یو ځای څیړنې کوو؛ څو د دې پېښې علت ومومو.

همدارنګه تاییدولی شو چې په دې الوتکه کې د پیلوټ په شمول څلور کسان سپاره وو چې هېڅ یو یې ژوندی نه دی پاتې. لاندې پر مځکه چاته زیان نه دی اوښتی.“

راپورونه وايي، دا شخصي جیت الوتکه چې د اسامه بن لادن د کورنۍ درې غړي په کې سپاره وو؛ د ایټالیا د میلان ښار له مالپینسا هوايي ډګر څخه الوتې وه.

اسامه بن لادن وروسته له هغې له خپلې کورنۍ څخه بیل شو چې په ۱۹۹۴م کال کې سعودي عربستان له نوموړي څخه د ده د سخت دریځو فعالیتونو له کبله تابیعت واخیست.

XS
SM
MD
LG