د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

نی: حکومت دې د خصوصي رسنیو د فعالیت مقرره ژر تصویب کړي


له ازادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره یا نی له حکومت غواړي چې د خصوصي رسنیو د فعالیت د ډول مقرره دې ژر تصویب کړي.

په داسې حال کې چې یوشمېر خبریالانو د ځینو خبري رسنیو له مالکانو څخه شکایت کوي چې له دوی سره ښه چلند نه کوي؛ له زادو رسنیو څخه د ملاتړ اداره یا نی له حکومت غواړي چې دې ستونزې ته په کتو دې د رسنیو د فعالیت مقرره ژر تصویب کړي.

د نی حقوقي سالاکار د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانوته وویل؛ امکان لري حکومت دا کار د ځینو رسنیو د مالکانو په دستور ځنډولی وي.

ښاغلی رحماني وايي چې د خصوصي رسنیو د فعالیت د ډول مقرره چې شپږ فصله او ۳۰ مادې لري؛ درې کاله وړاندې یې حکومت ته سپارلې؛ خو حکومت یې په بشپړ تصویب نه دی بریالی شوی.

د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي چې یاده مقرره دوه برخې لري چې یوه د خصوصي رسنیو د جواز او فعالیت او بله د ژورنالیستانو امتیازو مکلفیتونو او د دوی پر وړاندې د ادارو مکلفیتونه برخه ده چې څو وارې تعدیل په کې راغلی دی.

د دې وزارت ویاند هارون حکیمي ازادي راډيو ته وویل چې د دې مقررې په تصویب او توشیح سره به تر ډېره په خصوصي رسنیو کې د ژورنالیستانو ستونزې راکمې شي.

له خبریالانو څخه د ملاتړ ادارو د معلوماتو له مخې په دې وروستیو کې ځینې خبریالانو شکایت کوي چې د خصوصي رسنیو ځینېمالکان خبریالان د ځینو دولتي کړیو د فشار له امله له کار ایستل کیږي.

په افغانستان کې په تېروڅوارلسو کلونو کې د نورو لاسته راوړنو ترڅنګ د بیان ازادي هغه څه دي چې ته ورنه یادونه کیږي.

یوشمېر خبریالان پر حکومت غږ کوي د بیان ازادۍ چې په اوسني عصر کې د ډیموکراسۍ څلورمه قوه ده پیاوړې کړي او همدرانګه د خصوصي رسنیو مالکانو ته سپارښتنه کوي چې ژورنالیستانو ته د کار پرمهال هغه حقوق او امتیازیات ورکړي چې د افغانستان د کار په قانون کې ورنه یادونه شوې ده.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG