د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

افغان حکومت د سولې د هڅو په اړه د طالبانو وروستۍ څرګندونې غندي


افغان حکومت د سولې د روانو هڅو په وړاندې د طالبانو د مشرانو وروستۍ څرګندونې غندلي او خبرداری یې ورکړی چې دا هڅې به ناکامې کړي.

وروسته له دې چې د طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور له افغان حکومت سره د سولې د خبرو دوام رد کړ؛ جمهوري ریاست وویل چې طالبانو او نورو ډلو ته یوازې د مخالفو وسله والو ډلو په سترګه ګوري او په همدې حیثیت خبرې ورسره کوي.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوه بیان کې چې پرون خپور شو؛ ویلي، د هېواد له اوسني سیاسي نظام سره هېڅ راز موازي حرکت د حکومت لپاره د منلو وړ نه دی.

بیان د حکومت د سولې د هڅو په اړه د طالبانو څرګندونې غندي او ټینګار کوي چې د سولې خبرې د افغانانو د وینو بهولو او د هېواد د وراني د مخنیوي یوازینۍ لاره ده.

تېره ورځ په یو صوتي پیغام کې چې د طالبانو نوي مشر ملااختر محمد منصور ته منسوب بلل شوی دی؛ د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ د سولې خبرې رد او د جګړې پر دوام ټینګار وشو.

کارپوهان د دې پیغام خپرول د ملا محمد عمر د مړینې له اعلانېدو وروسته د طالبانو د مشر د ټاکلو پرسر د دې ډلې په لیکو کې د اختلاف د پټولو یوه هڅه ګڼي.

د همدې اختلافونو په دوام پرون په یوه بل بیان کې چې د اسلامي امارت د عالي شورا له آدرسه خپور شوی؛ د طالبانو د مشر په توګه د ملا اختر محمد منصور له ټاکنې سره مخالفت شوی.

په دې پیغام کې چې د دې شورا د غړي عبدالمنان نیازي له برېښنالیک څخه رسنیو ته استول شوی؛ ویل شوي دي چې ملا منصور د ملاعمر له مړینې وروسته د ځینو محدودو کسانو په غوښتنه د هغه د ځان ناستي په توګه ټاکل شوی دی. په بیان کې همداراز یادونه شوې چې په دې برخه کې د طالبانو له نورو مشرانو سره مشوره نه ده شوي.

بیان همداراز یادونه کوي چې د طالبانو مشرتابه شورا او د ملاعمر کورنۍ په پام کې لري د دیني عالمانو، پوهانو او ملي شخصیتونو په ګډون یوه غونډه جوړه کړي څو د طالبانو لپاره داسې یو زعیم وټاکي چې لازمه وړتیا ولري.

د طالبانو د مشرتابه عالي شورا پر خپلو کسانو غږ کړی چې د ملا عمر د فاتحې په مراسمو کې دې د بیعت خبره نه یادوي څو د دوی په لیکو کې کومه ستونزه رامینځ ته نشي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې حکومت د طالبانو او حقاني شبکې په لیکو کې وروستي بدلونونه په دقت سره څاري. د حکومت په بیان کې دې اختلافونو ته د یوې څرګندې اشارې په ترڅ کې ویل شوي چې وروستیو بدلونونو افغانانو او نړیوالو ته ګڼ شمېر پوښتنې پیدا کړي دي.

XS
SM
MD
LG