د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۶

بګټى: اى ايس اى د القاعده قومندان وژلى او د هغه مېرمن يې نيولې


د بلوچستان امنيتي ځواکونو د پټو استخباراتي مالوماتو په اساس د القاعده ډلې د يوه ځايي قومندان د وژلو او د هغه د مېرمنې د نيولو ادعا کړې ده. وايي دغه قومندان عمر لطيف نومېږي، چې لس مياشتې وړاندې د افغانستان له نيمروز ولايته د بلوچستان چاغي سيمې ته ور اوښتى وو او هلته يې د القاعده يو پټ پناه ځاى جوړ کړى وو.

د بلوچستان حکومت په وار- وار ويلي چې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عزب په نامه د پوځي عملياتو له امله وسلوالو هڅه کړې چې په بلوچستان کې ځانونه پټ کړي؛ دې ته په پام سره د بلوچستان د کورنيو چارو ايالتي وزير سرفراز بګټي تېره ورځ يوې خبري غونډې ته په وينا کې وويل چې د القاعده ډلې وسلوالو د افغانستان پولې ته نيژدې په چاغي سيمه کې پټ پناه ځاى جوړ کړى وو، چې د اى ايس اى استخباراتي ادارې د پلټنو په اساس ورباندې عمليات وشول او د القاعده ډلې يو مهم ځايي قومندان پکې و وژل شو:

″د ضرب عزب تر لويو لاسته راوړنو وروسته د القاعده برصغير ډلې چې شبکه يې هلته موجوده وه؛ پرېکړه يې کړې وه چې په بلوچستان کې به د افغانستان پولې ته پناه ځايونه جوړوو او هلته به وسلوال فعاليت ته دوام ورکوو، دلته يې په چاغي سيمه کې پناه ځاى جوړ کړى وو او خپل يوه ځايي قومندان ته يې مسووليت ورکړى وو چې دلته د ترهګرۍ پېښې تر سره کړي، اى ايس اى د دوى پر پناه ځاى باندې عمليات وکړل او د عمرلطيف په نامه يو قومندان يې و واژه، چې له تېرو اتو لسو مياشتو راهيسې دلته مېشت وو او د افغانستان له نيمروز ولايته را اوښتى وو″

سرفراز بګټى وايي القاعده ډلې د ضرب عزت تر برياليو عملياتو وروسته د بلوچستان په چاغي سيمه کې پټ پناه ځاى جوړ کړى وو او مسووليت يې عمرلطيف ته ور سپارلى وو، چې اى ايس اى د پټو استخباراتي مالوماتو په اساس کشف کړ. په عملياتو کې د وژل شوي قومندان عمرلطيف ورور بلال تښتېدلى خو وايي مېرمن او دوه ماشومان يې ژوندي نيول شوي دي. بګټى وايي د ده مېرمن طيبه چې په فريحه مشهوره وه، په جنوبي پنجاب او بلوچستان کې د القاعده ډلې د ښځو د څانګې مشره وه، چې د پنجاب حکومت يې پر سر پينځه سوه زره کلدارې اعلان کړې وې:

″د اى ايس اى ډله چې د القاعده دې پناه ځاى ته ورغلې وه، نو دې ترهګر غوښتل چې خپله مېرمن او ماشومان د سپر په توګه و کاروي، خو د اى ايس اى کسانو په ډېر مهارت سره د هغه اولادونه او د هغه مېرمن- چې هغه هم ترهګره وه- و ژغورل او ژوندي يې ونيول، د القاعده د دې ترهګر په ځوابي ډزو کې زموږ يو کارکوونکى ټپي شوى هم دى″

سرفراز بګټى وايي د القاعده وژل شوي قومندان او ورور يې د پاکستان په پنجاب ايالت کې پر پوليسو او د پوځ پر مرکزونو په بريدونو کې لاس درلود، ځکه خو د پنجاب حکومت د هغوى پر سر د دوه- دوه ميليونه کلدارو جايزه ټاکلې وه.

سرفراز بګټي يو ځل بيا د خپلواکي غوښتونکيو بلوڅانو په شمول پر ټولو وسلوالو ږغ وکړ، چې وسلې پر مځکه و غورځوي او حکومت ته تسليم شي، که نه وي حکومت به يې هيڅ يوې وسلوالې ډلې ته د ترهګرۍ اجازه ور نه کړي او په ضد به يې عملياتو ته دوام ورکړي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG