د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۶

په پکتيا کې د مخابراتي شبکو بندېدو خلک له ستونزو سره مخ کړي


د پکتيا ولايت په سرحدي او غريزو ولسواليو کې خلک شکايت کوي، چې د مخابراتي شبکو بندېدو ورته په ورځني ژوند کې ډېرې زياتې ستونزې ايجاد کړې دي.

په دغو ولسواليو کې د ورځې له درېيو بجو څخه نيولې ان د بلې ورځې تر نهو بجو ټول مخابراتي انتنونه فلج کيږي او هېڅ ډول کار نه کوي.

د جانخېلو، څمکنيو،لجه منګل، ډنډې پټان او ځاځي اريوب اوسېدونکي وايي، چې دوی نه شي کولای، پرته له ټليفوني اسانتياوو د خپل ورځني ژوند چارې په سم ډول پر مخ بوځي. دا چې، خلک له کومو ستونزو سره مخ دي، د دوی له خولې يې اورو:

” زه رحيمزی د څمکنيو ولسوالۍ د راغه اوسېدونکی، د شبکو په اړه خو دومره تکليف دی، چې مريضۍ دي، مړی وي ژوندی وي دې خلکو ته ډېر تکليف وي، تېره ورځ مړی شو وو، موږ ته يې د جانخېلو ولسوالۍ څخه پايکپه رالېږلې وه، نهو بجو څخه تر دريو پورې شبکې فعال وي او نورې بندې وي، غوښتنه مو دا ده، چې که حکومت کولای شي او په واک کې يې وي دا بايد فعالې شي“

” زه عبدالله د خوست ولايت او اوس لپاره په شهرنو څمکنيو کې کاروبار لرم، دلته کاروبار کوو، چې درې بجې شي شبکه کټ شي، که مريضي وي، ماشين خراب وي بس شبکه کټ وي او کارونه په ټپه ودريږي،دومره مشکلات وي، غوښتنه مو دا ده چې که په حکومت کې کوم زور وي، نو دا دې فعال کړي، ټول مشکل عوام ته دی، نه حکومت ته مشکل دی او نه طالبانو ته ټول مشکل عوامو ته دی او دا بايد حل شي.“

يوازې دا دوه تنه نه وو، چې د مخابراتي شبکو ستونزه يې يادوله، د يادو سيمو ټولو اوسېدونکو د دې ستونزې څخه سرټکاوه ويل يې، که حکومت دې لور ته پاملرنه ونه کړي، ښايي د شبکو دفعاليت بندول يې ستونزې لا هم زياتې کړي.

د خلکو د ستونزو رسيدګۍ په اړه د يادې سيمې اوسېدونکو شکايتونه حکومتي امنيتي ارګانونو ته هم رسېدلي دي، د څمکنيو ولسوالۍ امنيه قومندان حسن خان وايي، چې د سيمې خلکو ورته شکايتونه کړي او دوی لوړو مقاماتو ته هم رسولي دي:

”خپله د شبکو مشران او نور ادارات مو خبر کړي دي، خلک له ډېرو مشکلاتو سره مخ دي او موږ ته يې شکايتونه کړي دي، چې دا شبکې فعالې شي او موږ لوړو مقاماتو ته دا خبر رسولی دی.“

د خلکو شکايتونه او غوښتنې مو د پکتيا مخابراتو سرپرست ريس عبدالله توتاخېل مخ ته کېښودې، هغه وويل چې په ډېر نږدې راتلونکي کې به وکولای شي، دغه ستونزې هوارې کړي:

”په دې وروستيو مياشتو کې د شبکو ستونزه ايجاد شوې ده او موږ په دې هڅه کې يو، چې په ډېر نږدې راتلونکي کې دغه ستونزه هواره کړو “

د دې مخابراتي شبکو د بندښت خبرې په داسې حال کې کيږي، چې تر دې وړاندې هم په وارونو، وارونو د پکتيا په بېلابېلو سيمو کې د وسلوالو د ګواښونو له امله دغه مخابراتي شبکې د شپې له لوري تړل کېدې.

راپور- داود تپان- پکتيا

XS
SM
MD
LG