د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

پاکستان: هڅه کوو چې د طالبانو نوى مشرتابه خبرو اترو ته راوګرځوو


د پاکستان جګپوړي دولتي چارواکي وايي؛ دوى هڅې کوي چې د افغان طالبانو نوى مشرتابه له افغان دولت سره د سولې د خبرو اترو بېرته پيلولو ته وهڅوي.

دوى دا څرګندونې تر هغې وروسته کوي چې د افغان طالبانو نوي مشر ملا اختر منصور تر ټاکل کېدا وروسته له افغان دولت سره د سولې خبرې اترې لغوه کړې او د جګړې پر دوام يې ټينګار وکړ.

دا په داسې حال ده، ټاکل شوې وه چې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو دويم پړاو د جولايي په ٣١مه نېټۀ اسلام اباد ته نېزدې په مري کې ترسره شوى واى چې د افغان طالبانو د پخواني مشر ملا عمر د مړينې له امله وځنډېدې.

له بلې خوا په اسلام اباد کې د پاکستان يوه جګپوړي دولتي چارواکي چې نوم يې نه دى اخيستى؛ د دوشنبې په ورځ ايکسپرييس ټريبيون ورځپاڼې ته ويلي؛ پاکستان هڅه کوي چې طالبان يو ځل بيا د مذاکراتو مېز ته راولي.

نوموړي په دې اړه زياته کړې:

"زموږ په پاليسي کې هېڅ ډول بدلون نه دى راغلى؛ بلکې موږ د سولې د خبرو اترو د بېرته پيلولو لپاره جدي هڅې کوو. موږ به دا هڅې جاري ساتو، څو ټولې خواووې، په ځانګړې توګه د طالبانو نوى مشرتابه يو ځل بيا د خبرو اترو مېز ته راشي."

د افغان طالبانو نوي مشر ملا اختر منصور تر ټاکل کېدو وروسته په خپله لومړنۍ وینا کې پر وسله والو طالبانو د یووالي او د جګړې د دوام ټینګار کړی، خو ددې ترڅنګ يې د سولې د خبرو يادونه هم کړې او ويلي يې دي، چې هر تصميم به يې د "شريعت" په رڼا کې وي.

دغه پاکستاني چارواکي همداراز ويلي، نوى طالب مشر ښايي له افغان دولت سره خبرو اترو ته لومړيتوب ورنه کړي، بلکې نوموړى به په لومړي سر کې د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو د ختمولو هڅه وکړي.

دغه جګپوړي چارواکي دا څرګندونې تر هغې وروسته کړي، چې ددې هېواد د پوځ لوى درستيز جنرال راحيل شريف هم د شنبې په ورځ د پاکستان و افغانستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي ډانيل فيلډمن سره په ليدنه کې هيله څرګنده کړې وه، چې د افغانستان د تلپاتې سولې لپاره به طالبان د سولې خبرې اترې بېرته ژر پيل کړي.

پاکستانۍ رسنۍ وايي، چې د امريکا ځانګړى استازى د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په دويم پړاو کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته راغلى و.

د افغان دولت او طالبانو استازيو د تيرې مياشت په ٧مه اسلام آباد ته نزدې په مري کې د لومړي ځل لپاره مخامخ خبرې وکړې او پر دې سلا شول، چې دا لړۍ به روانه ساتي.

د يادونې وړ ده، چې په دغه ملاقات کې د پاکستان، چين او امريکا استازيو هم ګډون درلود.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG