د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

"د طالبانو مشر باید د دیني عالمانو او د پخوانیو طالب مشرانو په مشوره وټاکل شي"


د طالبانو د پخواني مشر ملا عمر کورنۍ وايي؛ د مخکښو دیني عالمانو او پخوانیو طالب مشرانو په مشورۍ او تائید سره باید د طالبانو نوی مشر وټاکل شي.

په یوه صوتي پیغام کې چې د ملا عمر کشر ورو عبدالمنان نیازي ته منسوب شوی دی؛ ویل شوي چې د طالبانو د مړ شوي مشر کورنۍ له ملا اختر محمد منصور سره چې د دې ډلې د نوي مشر په توګه اعلان شوی دی؛ بیعت نه دی کړی.

په دې صوتي پیغام کې ویل کیږي چې ملا محمد عمر تل د هغه په خبره د مجاهدینو ترمنځ پر یووالي ټینګار کاوه.

د ملا عمر کورنۍ وروسته له هغې د طالبانو لپاره د نوي مشر د ټاکلو غوښتنه پورته کړه چې د طالبانو ویاند د ملا عمر د مړیني تر خبر یوه وروسته ملا اختر محمد منصور د نوي مشر په توګه اعلان کړ.

د طالبانو د کوټې شورا درېیو غړو د نومونو نه ښودلو په شرط اسوشیېټډ پریس اژانس ته ویلي؛ تېره چهار شنبه د طالبانو د رهبرۍ شورا په غونډه کې د مشري پر سر اختلافات پورته شول او د ملا عمر د ځوی ملا یعقوب په ګډون ګڼشمېر طالب مشرانو غونډه ترک کړه.

ملا اختر محمد منصور په یوه غږیز پیغام کې د طالب مشرانو او د دې ډلې د لیکو ترمنځ د یووالي غوښتنه کړې ده.

که څه هم چې د ملا عمر کورنۍ د طالبانو د مشرۍ په ټاکلو کې کوم رسمي رول نه لوبوي؛ خو د طالبانو په لیکو کې له نفوذ برخمنه ده.

د ملا عمر ورور ازادي راډیو ته په استول شوې اعلامیه کې ویلي دوی په پام کې لري چې د علماو او ملي اشخاصو په ګډون یوه غونډه جوړه کړي اوله دې لارې د طالبانو لپاره نوی مشر وټاکل شي.

د ملا عمر ورور وايي، د دې ډلې نوی مشر باید د علماو او هغو طالبانو له خوا وټاکل شي چې د طالبانو د اسلامي امارت د جوړولو لپاره يې قربانۍ ورکړي دي.

افغان حکومت وايي، د طالبانو په لیکو کې راغلي بدلونونه او د هغوی ترمنځ د اختلافاتو موضوع له نږدې څاري.

XS
SM
MD
LG