د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

افغانستان پر پاکستاني صادراتو بندیز لګولی شي؟


د پاکستان یو لوړرتبه چارواکی وایي چې افغان ولسمشر اشرف غني پاکستان د خپلې بهرنۍ پالیسۍ ترټولو مهم عنصر بللی دی.

د راپورونو له مخې دا خبره په بهرنیو او امنیتي چارواکي د پاکستان د صدراعظم لوړپوړي سلاکار سرتاج عزیز د پاکستان ملي اسامبلې ته کړې ده.

هغه ویلي چې د پاکستان او افغانستان اړیکې په افغانستان کې واک ته د نوي مشرتابه له رسېدو سره ډېرښه شوي او دواړو هېوادونو موافقه کړې چې خپل منځي د سوداګرۍ راکړه ورکړه به تر ۲۰۱۷ کال پورې ترپنځو میلیارډ ډالرو ته لوړه کړي.

سرتاج عزیز ویلي چې اشرف غني د بهرنۍ پالیسۍ د پنځو کړیو تر ټوله مهمه کړۍ پاکستان بللی دی.

د پاکستان دغه لوړرتبه چارواکي د افغانستان د ملي یووالي له حکومت سره د اړیکو د ښه کېدو او د سوداګرۍ د کچې د زیاتوالي خبره په داسې حال کې کوي چې افغان ولسمشر اشرف غني د دوشنبې په ورځ پاکستان هغه هېواد یاد کړ چې د ده په وینا؛ د افغانستان پر وړاندې نا اعلان شوې جګړه مخ ته وړي.

((کله چې دوه هیوادونه رسمي روابط لري؛ اما یو یې په یوه نا اعلان شوي جنګ کې د بل په مقابل کې دی؛ نو دلته درې مرحلې په کار دي: اول، څنګه سولې ته رسیږو د دوه دولتونو په حیث. دوهم، څنګه عادي مناسباتو ته رسیږو او څنګه همکاري ته رسیږو.))

اشرف غني یوځل بیا له پاکستانه وغوښتل چې تراوسه هم د اړیکو د ښه کېدو فرصت لري او باید په افغانستان کې د تروریزم پر وړاندې هاغه ډول دریځ ونیسي چې په پېښور کې پریوه ښونځي ترحملې وروسته یې په هېواد کې د ننه د سخت دریځو ډلو په وړاندې غوره کړی دی.

اشرف غني وویل، پاکستان هغو عناصرو ته په خپله خاوره کې ځای ورکړی چې د کابل د شاه شهید په څېر خونړۍ حملې ترسره کوي.

د شاه شهید پېښه په کابل کې د تېرې جمعې د ورځې د درېیو حملو ترټولو خونړۍ وه چې شاوخوا پنځلس تنه په کې ووژل شول او له څلورسوو زیات ټپیان شول.

دغو حملو د پاکستان پر وړاندې د خلکو غصه راپارولې او د اعتراضونو په ترڅ کې دا غوښتنه هم راپورته شوې چې افغانستان دې د پاکستان صادرات تحریم کړي.

د مدني ټولنو غړیو په کابل کې په یوه سمبولیک حرکت کې پاکستانۍ کلدارې ته چې د افغانستان په یوشمېر سرحدي ولایتونو کې تراوسه د چلند وړ ده؛ اور ورته کړ.

په افغانستان کې د شخړو له دوام سره چې ترډیره یې پړه پرپاکستان اچول کیږي که د سوداګرۍ په برخه کې د پاکستان پر وړاندې د تحریمونو مساله جدي شي ایا افغانستان کولای شي چې د پاکستان پر صادراتو چې د افغانستان بازارونه پرې ډک دي بندیز ولګوي؛ په دې اړه د اقتصادي چارو کارپوه او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د بهرنیو اړیکو مشر آذرخش حافظي وایي:

((افغانستان دا حق لري او دا امکان باید ولري چې هروخت د هغه هېواد په مقابل کې چې له افغانستان سره بد چلند کوي او د اقتصادي مسایلو څخه سیاسي ګټه پورته کوي؛ بندیزونه ولګوي؛ خو په دې شرط چې تدابېر ورته ونیول شي.

د مثال په توګه که تاسې پاکستاني اموال په افغانستان کې تحریم کړئ؛ بدیل یې څه شی دی؟ د هغه پرځای کوم شی رانیسئ؟ ملي تولید خو هغې کچې ته نه دي رسیدلي چې ټول ضرورتونه پوره کړي.

که د نورو هېوادونو جنس را واخلو اول خو د فاصلې د اوږدوالي له امله یې کرایه زیاتیږي؛ بیه یې لوړیږي ضایعات یې زیاتیږي او ډېروخت هم نیسي. یواځینی بدیل یې دا دی چی موږ پرخپلو کورنیو تولیداتو ته پاملرنه زیاته کړو. ترټولو ښه خبره دا ده چې په افغانستان کې دننه موږ هغه شیان تولید کړو چې هغه ستراتیژیک اهمیت لري؛ لکه خواړه، پوشاک، ساختماني مواد او هم انرژی، تیل او ګاز.))

ښاغلی حافظي وایي، ترهغو پورې چی افغانستان په هېواد کې د ننه د اړتیا وړ لومړني مواد تولید نه کړي؛ نو تل به د پاکستان په ګډون د ګاونډیو او د سیمې د هېوادونو پرصادراتو متکي وي.

XS
SM
MD
LG