د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۲

په پاکستان کې د طالبانو غونډو د افغان حکومت غوسه راپارولې


د طالبانو نوي مشر ملا اخترمحمد منصور له یو شمېر هغو ملایانو سره کتلي چې هڅه کوي د ملا محمد عمر له مړینې وروسته د طالبانو تر منځ راپیدا شوې اختلافونه حل کړي.

څو اونۍ مخکې چې کله د ملا محمد عمر د مړینې خبر وسله والو طالبانو تایید کړ؛ نو د دې ډلې د نوې مشر د ټاکلو پر سر اختلافات هم راپورته شول. که څه هم یو شمېر مهمو طالب قومندانانو ملا اختر محمد منصور د خپل مشر په توګه تایید کړ؛ خو د ملا عمر د زوی په شمول یو شمېر نورو طالب مشرانو له دې ټاکنې سره مخالفت وښوده.

د پنجشنبې په ورځ یوې ډلې منځګړو ملایانو د طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور سره غونډه کړې. د رویټرز خبري اژانس د طالب ویاند ذبیح الله مجاهد له خولې وايي؛ دوی هڅه کوي چې د منصور او نورو طالب مشرانو ترمنځ اختلافات لرې کړي.

مجاهد رویټرز ته ویلي، منځګړو ملایانو د هر لورې نظر اورېدلی؛ خو لا پریکړې ته نه دي رسیدلي.

رویټرز خبري اژانس د طالبانو د یوې سرچینې په حواله چې نوم له ښودلو یې ډه ډه کړې وايي؛ دا دیني عالمان به په راتلونکو څو ورځو کې پریکړه وکړي چې ملا اختر محمد منصور د طالبانو مشر پاتې شي کنه.

د رویټرز خبري اژانس وايي، که چېرې ملا منصور او ملاتړي یې منفي نتیجه ونه مني د طالب مشرانو تر منځ د اختلافاتو د زیاتېدو احتمال شته دی. په راپور کې ویل شوي چې د منځګړو ملایانو دې هڅو چې له ملا منصور سره وګوري؛ څو ورځې وخت ونیوه. طالب ویاند ذبیح الله مجاهد یې د ځنډ سبب امنیتي اندېښنې بللې دي.

خو افغان لوری چې وايي، د طالبانو دا ټولې غونډې د کوټې په څیر د پاکستان په ښارونو کې په پرانیستې توګه روانې دي، د طالب مشرانو ترمنځ وروستیو غونډو نور هم غوسه کړی دی.

افغان حکومت وايي، پاکستان باید په خپله خاروه کې د طالب مشرانو او د دوی د ملاتړو د غونډو او ازاد فعالیت مخه ونیسي او په دې برخه کې باید څرګند ګامونه واخلي.

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شکیب مستغني د رویټرز خبري اژانس سره په خبرو کې پوښتلي؛ که چیرې پاکستاني طالبان د افغانستان په لویو ښارونو لکه جلال اباد کې ښکاره غونډې وکړي د پاکستان خلک به څه ډول احساس کوي.

د طالب مشرانو د وروستۍ غونډې راپور په داسې حال کې خپریږي چې تیره اونۍ د افغان حکومت یو لوړپوړي پلاوي په اسلام اباد کې د پاکستان له صدراعظم نواز شریف سره وکتل او د رویټرز خبري اژانس په وینا هغه ته یې د هغو ښارونو لیست ورکړي چیرې د طالبانو مشران غونډې کوي.

پاکستان وايي د دوی په باور افغان طالب مشران په افغانستان کې دننه غونډې کوي، هغه څه چې افغان حکومت یې نه مني.

د اسوشیېټډ پریس خبري اژانس د طالبانو د ځینو غړو په حواله چې نومونه یې نه دي یاد شوي وايي؛ د دې ډلې د زرو په شا او خوا کې ملاتړي چې په کې د جګړې د ډګر قومندانان هم شامل دي په کوټه کې راټول شوي څو د مشرتابه پر سر د روانې شخړي هواری وڅاري.

همدا اژانش د ولسمشر اشرف غني د ویاند ظفر هاشمي له خولې وايي؛ دا ډلې په څرګنده هلته غونډې جوړوي او د افغانستان پر ضد جګړه اعلانوي.

اسوشیېټډ پریس خبري اژانس د څارونکو له قوله وايي پاکستان ځکه په افغانستان کې د نفوذ لپاره د وسلوالو ملاتړ کوي چې غواړي په دې هیواد کې د هندوستان او ایران ګټې په شا وتنبوي.

XS
SM
MD
LG