د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

په ۳جنوبي ولایتونو کې د اسلامي کومانډو په نوم یوې وسله والې ډلې فعالیتونه پیل کړي


د غزني او زابل سیمه ییز چارواکي د افغانستان په درېیو جنوبي ولایتونو کې د اسلامي کومانډو په نوم وسله والې ډلې د فعالیت او حضور خبره کوي.

ظاهراً په وزیرستان کې د پاکستان د پوځ وروستي عملیات افغانستان ته د وسله والو ډلو د رالېږلو لپاره یوه بهانه شوه.

هغه وسله وال چې د چارواکو په خبره د روان کاله له پيله عملا د افغانستان د جګړې په ډګر کې حضور لري.

چارواکي وایي، په دغو وسله والو کې د منځنۍ آسیا هېوادونو جنګیالي شامل دي چې مخکې یې د القاعده په نوم خو اوس د اسلامي دولت یا داعش ډلې په چوکاټ کې فعالیت کوي.

د غزني مرستیال والي محمد علي احمدي آزادي راډیو ته وویل چې دا ډله په یوه وخت هم په شمال او یو شمېر جنوبي ولایتونو کې فعالیت کوي:

((د دوی یوه عمده برخه ځواکونه شمال ته د بدخشان، کندز، تخار او فاریاب لور ته ولاړل چې همدا اوس عملاً جنګ کوي. یوه محدوده برخه یې جنوبي ولایتونو ته راغلي دي.))

دی وایي، د اسلامي کومانډو وسله وال د زابل، ارزګان او کندهار تر منځ سرحدي سیمو کې فعالیت کوي.

ښاغلي احمدي زیاته کړه، په زابل کې تیر کال د ۳۱ مسافر په تښتونه کې د دغې ډلې لاس و او له هغه راوروسته یې هم دوه ځله په دغه سیمه کې مسافر له موټرو ښکته کړي دي.

نوموړی وایي چې مخکې دې ډلې له طالبانو سره همکاري درلوده؛ خو په وروستیو کې یې له طالبانو سره هم نښتې وکړې.

د دغې ډلې شمېر په یادو درېیو ولایتونو کې شاوخوا زر کسه ثابت شوی دی.

په همدې حال کې د زابل سیمه ییز چارواکي هم په دغه ولایت کې د اسلامي کومانډو په نوم وسله والې ډلې موجودیت تاییدوي.

د زابل د ولایتي شورا رییس عطا جان حق بیان آزادي راډيو ته وویل؛ دغې ډلې له نږدې یوې اونې راهیسې خپل نوم اسلامي کومانډو ته اړولی او په خبره یې په یواځي په دغه ولایت کې شمېر یې شپږ سوه کسانو ته رسیږي.

((پنځه ورځې مخکې چې ما معلومات تر لاسه کړل دوی وویل چې موږ د اسلامي کومانډو په نوم شتون اعلان کړی دی او موږ د اسلامي دولت ډلې یا داعش مربوط یو. فعلاً دوی جلب او جذب کوي او تراوسه یې نه جګړه کړې نه یې هم چا ته تکلیف رسولی دی.))

چارواکي په مشخصه توګه دا نه وایي چې دا ډله د چا له خوا تمویلیږي؛ خو وایي چې تر شاه یې د سیمې استخبارات ولاړ دي او دوی پراخ امکانات په لاس کې لري.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت د اپراسیون رییس جنرال افضل امان آزادي راډيو ته وویل؛ کوم وسله وال چې له وزیرستان څخه د پوځي عملیاتو په نتیجه کې افغانستان ته راغلل؛ دا مهال له افغان ځواکونو سره جګړه کې ښکیل دي.

(( پاکستانیانو هلته دا عملیات وکړل. طبعاً یو شمېر وسله وال په هر نوم چې و افغانستان ته راغلل او د ملي اردو له قطعاتو او جزوتامونو سره یې نښته وکړه.))

ښاغلی امان وایي، افغان ځواکونه دا وړتیا لري چې د ټولو وسله والو پر وړاندې ودریږي او د افغانستان دفاع وکړي.

کارپوهان اندیښنه لري چې که د سیمې هېوادونه د دا ډول وسله والو پر وړاندې مبارزه کې له افغانستان سره همکاري و نه کړي؛ نو لرې نه ده چې د دوی ورانکاره فعالیتونه به ټوله سیمه له ګواښ سره مخامخ کړي.

XS
SM
MD
LG