د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

د ولسي جرګې غړی وايي د موسی کلا سقوط د هلمند سقوط دی


په ولسي جرګه کې د هلمند استازي وایي چې د موسی کلا ولسوالۍ له سختو جګړو وروسته د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

په ولسي جرګه کې د هلمند د خلکو استازي ټینګار کوي چې افغان حکومت باید دغه ولایت ته خاصه پاملرنه وکړي او د موسی کلا سقوط شوې ولسوالۍ بېرته له طالبانو ونیسي.

په دې جرګه کې د هلمند د خلکو استازی او د کورني امنیت د کمیسیون مرستیال عبدالحی آخندزاده وايي چې افغان پوځیانو له سختې جګړې وروسته شاتګ کړی دی او دا ولسوالي یې د چهارشنبې په سهار په بشپړه توګه طالبانو ته ورپرېښې ده.

ښاغلي اخندزاده له آزادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په موسی کلا کې سخته جګړه شوې او افغان پوځیانو ته مرګژوبله هم اوښتې ده.

((داسې جنګ به په ټول افغانستان کې په دا پنځلس کلونو کې نه وي شوی؛ لکه څنګه چې دا څو ورځې په موسی کلا کې روان دی. پولیسو او ملي اردو ته هم ډېر تلفات اوښتي دي ډېر جنګ یې وکړ، اخر دومره ستړي شول چې له ډېر جنګ وروسته چا ورسره مرسته ونه کړه؛ هوايي مرسته ورسره ونه شوه، نو دوی دې ته اړ شول چې موسی کلا ولسوالي یې متاسفانه پرېښوده او دا ولسوالي د طالبانو په لاس کې ده. موسی کلا ډېره مهمه ولسوالي ده؛ د دې سقوط د ټول هلمند سقوط دی.))

ښاغلی اخندزاده وايي چې په سلګونه وسله وال طالبان د موسی کلا په جګړه کې ښکېل دی او مشري یې د پاکستان استخباراتي اداره آی اس آی کوي.

د ولسي جرګې د دغه غړي په خبره په موسی کلا سربېره؛ د زمینداور، نوزاد، بغران او ځینو نورو ولسوالیو څو سیمې د طالبانو په لاس کې دي.

اخوا د هلمند د ولایتي شورا رییس کریم اتل هم له آزادي راډیو سره په خبرو کې تایید کړه چې د موسی کلا ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده او په جګړو کې تر دې دمه ۲۵ افغان سرتیري وژل شوي او نږدې څلوېښت نور ټپيان دي.

ویل کیږي چې د موسی کلا په ولسوالۍ کې افغان پوځیان څو ورځې محاصره و او مرستندویه پوځیان او هوايي ځواک هم ور ونه رسېد؛ تر هغو چې دا ولسوالي د طالبانو لاس ته ولوېده.

د افغانستان د دفاع وزارت بیا وایي چې موسی کلا ته نوي پوځیان ورځي او هوايي ځواک هم ورسره مل دي؛ څو په دې ولسوالۍ کې شته وسله وال مخالفین له منځه یوسي.

د دغه وزارت یوه ویاند دولت وزیري آزادي راډیو ته وویل چې په جګړو کې مرګژوبله اوړي؛ خو دومره زیات سرتیري نه دي وژل شوي په کومه اندازه چې ویل کیږي.

((جزوتامونه زموږ ټول شوي دي. هوايي ځواکونه هم هلته دي. عملیات روان دي ان شاءالله سیمه له مخالفینو پاکه کیږي. په جګړه کې تلفات اوړي، خو دومره هم نه دي چې تاسو اوریدلي. دا نه تاییدو چې ولسوالۍ سقوط کړی دی.))
موسی کلا د هلمند د پنځو شمالي ولسوالیو په مرکز کې پرته لویه ولسوالي ده چې د بریټانوي پوځیانو له وتلو وروسته په کې نا امنۍ اوج ته ورسیدلې.

پوځي کارپوهان بیا د اکثرو سیمو د سقوط لامل په جګړو کې د ډېرو افغان پوځیانو ښکیلتیا او د احتیاطي سرتیرو نه موجودیت په ډاګه کوي.

د پوځي چارو افغان کارپوه جنرال عتیق الله امرخیل آزادي راډیو ته وویل چې افغان پوځ سم نه اداره کیږي او د بیړنیو حالاتو لپاره مخکې له مخکې چمتوالی نه لري:

((دلته موږه د امنیتي ځواکونو یا دفاعي پوځيانو د سوق او ادارې ضعف وینو. یوه ډېره قوي اداره په کار ده چې داسې قوتونه منظم کړي چې په څو جبهو کې د جبهو قومندانان تعین او په وخت سره سوق او اداره وکړي او له مرکز یا په خپله د شته ځواکونو څخه سیمو ته پوځیان ولیږل شي څو سیمه کنټرول کړي.))

په موسی کلا کې په داسې حال کې افغان پوځیان شاتګ ته اړ شوي چې د هېواد په شمال کې هم د فاریاب، سرپل، کندز او بدخشان ځینې سیمې د طالبانو په لاس کې دي او په کې جګړې روانې دي.

د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې په داسې حال کې جګړې روانې دي چې ګاونډی هېواد پاکستان د دې حملو او جګړو په ملاتړ تورن شوی دی او ټینګار کیږي چې که دا هېواد د تروریزم له ملاتړه لاس وانه خلي افغانان به تل همداسې له جګړو کړیږي.

راپور: صفي الله ستانکزی

پخواني معلومات:

د هلمند موسې کلا ولسوالۍ د وسله والو مخالفینو لاس ته ولویده.

په سیمه کې د ازادي راډيو خبریال وایي، د موسې کلا مسولینو د نوم نه ښودو په شرط ورته ویلي چې ټول حکومتي او امنیتي چارواکي له موسې کلا ولسوالۍ څخه وتلي دي.

نن سهار د موسی کلا ولسوال محمد شریف ازادي راډیو ته وویل چې د ولسوالۍ او امنیې قومندانۍ ودانۍ وسله والو طالبانو نیولي دي.

په هلمند کې دې موثقو سرچینو ازادي راډيو ته ویلي چې امنیتي ځواکونو هم له دې ولسوالۍ څخه شاتګ کړی دی.

تر اوسه د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

XS
SM
MD
LG