د ترکمنستان ولسمشرقربان قلي بردي محمدوف د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ کابل ته راورسید.
ښاغلی محمدوف به له ولسمشرمحمداشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره وګوري او د دواړو هېوادونو ترمنځ به پرامنیتي او اقتصادي مسایلو خبرې وکړي.
د ترکمنستان ولسمشر بیردي محمدوف په عشق اباد کې رسنیو ته د دې سفر په اړه وویل:
((افغانستان ته زما سفر ځانګړی اهمیت لري. دا سفر د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ نوې اړیکي جوړوي او یو شمېر تړونونه به هم په کې لاسلیک شي.))
قربانقلي بیردي محمدوف له ۲۰۰۶ کال راپه دې خوا د ترکمنستان ولسمشر دی او دا کابل ته د ولسمشرپه توګه د ده لومړی رسمي سفر دی.