د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۰

د تورنو امریکايي سرتیرو دوسیه دې جدي وڅیړل شي


د بخښنې نړېوال سازمان له امریکايي چارواکوغوښتي چې د ۱۸ افغان ملکي وګړو په وژلو د تورنو امریکايي سرتیرو بیا پرانستل شوې دوسیه دې په جدي او بشپړه توګه وڅیړي.

رسنیو د امریکا د پوځ په حواله ویلي چې دوي غواړي د ځانګړو ځواکونو له هغې ډلې څخه بیا تحقیقات وکړي چې په ۲۰۱۲ او ۲۰۱۳ کلونو کې په میدان وردګ کې د ملکي وګړو په وژلو او شکنجې تورن شوی دی.

د بخښنې نړېوال سازمان یا امنېسټي انټرنشنل وايي، په میدان وردګ ولایت کې د ۱۸ ملکي وګړوپه وژلو د تورونو ځانګړو امریکايي سرتیرو بیا پرانستل شوې دوسيي ته باید جدي توجه وشي او دا تحقیقات باید په بشپړه توګه ترسره شي.

امنېستي انټرنشنل د پنجشنبې په ورځ په خپورکړي راپورکې غوښتنه کړې ده چې د قربانیانو کورنیو ته باید انصاف ورسیږي.

د امریکا د ځانګړو ځواکونو یوه ډله د میدان وردګ په نرخ ولسوالۍ او میدان ښارکې له ۲۰۱۲ نیولې تر۲۰۱۳ کلونو پورې د عامو خلکو په وژلو،اختطاف او شکنجه کولو تورنه شوې ده.

د بخښنې په نړېوال سازمان کې د اسیا د برخې مسول ریچرډ بینټ وايي، د امریکا له دې ګامه چې غواړي د دې پیښې دوسیه له سره وڅیړي، هرکلی کوي خو د هغه په خبره سره له دې چې د جنګي جنایت په توګه د میدان ښاراو نرخ ولسوالۍ د پیښې د اثبات لپاره کافي شواهد شته خو د قربانیانو کورنۍ لاهم انصاف ته سترګي پرلاره دي.

امنېسټي انترنشنل وايي، امریکايي مقامات باید د قربانیانو کورنۍ د تحقیقاتو له بهیر او پرمختګه باخبره وساتي او د پلټونو په ترڅ کې د دې سرتیرو له خوا له زنداني شویو افغانانو او د قربانیانو له کورنیو سره مرکې هم وشي.

د بخښنې د نړېوال سازمان د اسیا د برخې مسول وايي، په وار- وار لیدل شوې چې امریکا عدليي سیسټم د هغو پیښو په څیړلو کې چې له نړېوالو بشري قوانینو څخه جدي سرغړونې بلل کیږي، پاتې راغلي دي.

XS
SM
MD
LG