د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۲

د سوریې لپاره د امریکا نوی استازی به مسکو، جینوا او ریاض ته سفرونه وکړي


د سوریې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو نوی ځانګړی استازی میشل راټني
د سوریې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو نوی ځانګړی استازی میشل راټني

امریکايي چارواکو ویلي چې د سوریې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو نوی ټاکل شوی استازی په دې اونۍ کې مسکو، جینوا او ریاض ته سفرونه کوي.

د نوموړې د دې سفرهدف هغه هڅې بلل شوې چې غواړي د سوریې د څلور کلنې شخړې لپاره یوه سوله ییزه حل لاره ومومي.

د سوریې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو نوی ځانګړی استازی میشل راټني به د جمعې په ورځ په مسکو کې له روسي چارواکو سره وګوري، ورپسې به د شنبې په ورځ نوموړی ریاض ته ولاړ شي او هلته به له چارواکو سره د سوریې د شخړې د هواري لپاره د لارو چارو پر موندلو خبرو ته دوام ورکړي.

په جینوا کې به نوموړی د سوریې لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي سټیفن ډیمیسټورا سره خبرې وکړي.

راټني تر دې مخکې په بیت المقدس، دوحه او د منځني ختیځ په نورو ښارونو کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت لپاره کار کړی دی او د جولای په میاشت کې د سوریې لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړی استازی وټاکل شو.

د امریکا متحدوایالتونو په وروستیو اونیوکې د سوریې د څلور کلنې شخړې د پای ته رسولو لپاره هڅې زیاتې کړي.

د اګست په دریمه نیټه د امریکا د بهرنیوچارو وزیرجان کري په دوحه کې د روسیې د بهرنیوچاروله وزیرسرګي لاوروف او د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر عادل الجبیر سره خبرې وکړې.

تردې دوه ورځې وروسته د اګست په پنځمه نیټه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په کولالمپورکې یو واربیا د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل.

د اګست په څلور ویشتمه نیټه هم لوړو پوړو امریکايي ډیپلوماټانو د سعودي عربستان د بهرنیو چارو له وزیر سره خبرې وکړې چې د سوریې پر کړکیچ متمرکزې وې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي وايي، د بهرنیو چارو وزیر غواړي چې د روسیې او سعودي عربستان سره کار ته دوام ورکړي څو د سیاسي هواري لپاره انتخابونه رامخې ته شي.

د اګست په ۱۷ نیټه د روسیې په شمول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په دوو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په دې سلا شول چې په سوریه کې د کړکیچ د سیاسي هواري لپاره کار وکړي.

د امریکا متحده ایالات له اوږدې مودې راهیسې پر دې ټینګار کوي چې د سیاسي هواري لپاره مهمه ده چې بشار الاسد له واکه لرې شي. روسیه او ایران د نوموړي ملاتړ کوي.

د امریکا متحدو ایالتونو همدارنګه د روسیې او او ملګروملتونو په نوښت د نویو خبرو د ترسره کولو هر کلی کړی دی خو ټینګار یې کړی چې دا خبرې اترې دې د جینوا د پروسې د پخواني چوکاټ په دوام وشي چې په سوریه کې د انتقالي حکومت د جوړیدو وړاندیز کوي.

تیرکال د ملګرو ملتونو په ملاتړد جینوا د پروسې مخکې بیول وروسته له هغې له ناکامۍ سره مخ شول چې د سوریېحکومت او مخالفان یې له واک څخه د بشار الاسد په لارې کولو سلا نه شول.

XS
SM
MD
LG