د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

مالک بلوڅ: مذاکراتو ته د برهمداغ بګټي د امادګۍ هرکلى کوو


د بلوچستان ايالتي حکومت د جلاوطنه خپلواکي غوښتونکي بلوڅ برهمداغ بګټي د هغې خبرې هرکلى کړى چې له پاکستاني چارواکيو سره يې د مذاکراتو لپاره امادګي ښوولې. برهمداغ بګټي تر دې مخکې ټينګار کاوه چې د بلوچستان له خپلواکۍ پرته پر بله هېڅ موضوع مذاکرات نه کوي.

د وژل شوي ملتپال بلوڅ مشر نواب اکبر بګټي لمسى نوابزاده برهمداغ بګټى د خپل نيکه تر وژل کېدو وروسته د بلوچستان د خپلواکۍ لپاره مبارزه پيل کړه او په بلوچستان کې تر څه مودې پټ اوسېدو وروسته يې په سويس هېواد کې د جلاوطنۍ ژوند پيل کړ.

برهمداغ بګټي وړمه ورځ له بي بي سي اردو سره په خپله وروستۍ مرکه کې له پاکستاني چارواکيو سره خبرو اترو ته امادګي وښووله؛ خو ويې ويل چې تر خبرو اترو مخکې په بلوچستان کې بايد پوځي عمليات پاى ته ورسېږي. د بلوچستان ايالتي حکومت د برهمداغ بګټي د دې اعلان هرکلى وکړ او د هغه په شمول يې له ټولو جلاوطنه بلوڅ مشرانو سره د خبرو اترو لپاره د يوه پلاوي د لېږلو ژمنه وکړه.

د بلوچستان اعلى وزير ډاکټر مالک بلوڅ د چارشنبې په ورځ له پاکستاني رسنيو سره په خبرو کې دا يو مهم پرمختګ وباله، چې وايي يو خپلواکي غوښتونکى بلوڅ مشر له حکومت سره مذاکراتو ته اماده شو. مالک بلوڅ وايي په بلوچستان کې ډېره وينه توى شوه، نور د بلوڅو پر زخمونو د مرهم ايښولو وخت راغلى:

″دا ډېره مثبته پرېکړه ده، زموږ ايالتي حکومت، مرکزي حکومت او د پوځي رهبرۍ له خوا موږ بيا- بيا ويلي، چې موږ سوله ييز بلوچستان غواړو، موږ په دې نظر يو چې د بلوچستان مسايل سياسي مسايل دي بايد له سياسي لارې د خبرو اترو په وسيله حل ورته و لټول شي، د نوابزاده برهمداغ بګټي دغه اعلان موږ ډېر مثبت اعلان ګڼو.″

برهمداغ بګټي په تېرو لسو کلونو کې له پاکستاني چارواکيو سره د مذاکراتو خبرونه تل رد کړي او ويلي يې دي چې دوى به له پاکستاني چارواکيو سره پرته د بلوچستان له خپلواکۍ پر بله هيڅ موضوع خبرې اترې ونه کړي، خو په دې وروستۍ مرکه کې يې ويلي چې که يې د ګوند ملګري او د بلوڅو اکثريت دا ومني چې له پاکستاني چارواکيو سره بايد خبرې وشي، نو خپلې غوښتنې به ورته وړاندې کړي.

د بلوچستان اعلى وزير مالک بلوڅ وايي حکومت به يې ژر د پخواني قلات رياست د مشر شاهزاده ميرسليمان داود او برهمداغ بګټي په شمول له جلاوطنه بلوڅ مشرانو سره د خبرو لپاره يوه جرګه را وبولي، چې د بلوڅو، پښتنو او هزاره قوم سياسي او قومي مشران به پکې شامل وي.

مالک بلوڅ وايي د مرکزي حکومت له خوا د (سوله ييز بلوچستان) د پروګرام له مخې به د برهمداغ بګټى په شمول د ټولو وسلوالو بلوڅانو لپاره به- چې مذاکراتو ته حاضر وي- د بخښنې اعلان کېږي:

″موږ به له مرکزي حکومت سره دغه موضوع پر مخ بيايو او څومره ژر چې کېداى شي عملي بڼه به ورکوو، څوک چې مذاکرات ته تيار دي موږ ورسره خبرې کوو، خو دا چې هغوى څه غوښتنې لري حکومت څه شرايط ورته ږدي دا وروسته خبرې دي، زموږ هيله دا ده چې له هغوى سره کښېنو او د هغوى ملګري په دې سځ کړو چې نور بس دى ډېره وينه توى شوه نور بايد د بلوچستان پرمختګ او سولې ته پام په کار دى.″

سره له دې چې د برهمداغ بګټي په مرکه کې دا خبره څرګنده نه ده، چې آيا هغه د بلوچستان له خپلواکۍ غوښتنې لاس پر سر شوى که څنګه، خو پاکستاني رسنيو د همدې مرکې په اساس خبرونه خپاره کړي، چې برهمداغ بګټي د خپلواک بلوچستان پر ځاى له پاکستان سره د اوسېدو لپاره مذاکراتو ته امادګي ښوولې ده، دې خبرې په ټولنيزو رسنيو کې هغه بلوڅ ملتپال او خپلواکي غوښتونکي بلوڅ په غوسه کړي، چې ګواکې برهمداغ د بلوچستان له خپلواکۍ غوښتنې پر شا شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې لسګونو بلوڅو وسلوالو وسلې ايښي، حکومت ته تسليم شوي او خپل عادي ژوند ته را ګرځېدلي دي، بلې خواته په اکثرو بلوڅ مېشتو سيمو کې د وسلوالو په خلاف د پلټنې عمليات هم دوام لري، چې په نتيجه کې يې امنيتي سرتېرو او خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو دواړو غاړه ته وخت په وخت د مرګ ژوبلې خبرونه ورکول کېږي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG