د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۶

پاکستان په افغانستان کې د خپلو ډيپلوماټانو د امنيت په اړه اندېښنه ښودلې


پاکستان د افغانستان په پايتخت کابل کې په خپل سفارت او د دې هېواد د بېلابېلو ولايتونو په قونسلګريو کې د خپلو ډيپلوماټانو د امنيت په اړه اندېښنه ښودلې او وايي چې په دې اړه يې خپلې اندېښنې له اړوندو افغان چارواکيو سره شريکې کړي دي.

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند قاضي خليل الله د پنجشنبې په ورځ په اسلام اباد کې خپلې اوونيزې غونډه کې خبريالانو ته وويل چې په کابل کې د پاکستان د سفارت او په ولايتونو کې د قونسلګريو د کارکوونکيو ساتنه د پاکستان له لومړيتوبونو څخه ده.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل کې د پاکستان د سفارت يوه چارواکي چې نوم يې نه دى اخيستى؛ ايکسپريس ټريبيون ورځپاڼې ته ويلي، د سفارت هغه کارکوونکي چې د سفارت د ودانۍ نه بهر استوګن وو، د امنیتي اندېښنو له امله اوس د سفارت ودانۍ ته دننه لېږدول شوي دي.

دغه چارواکي همداراز ويلي، نامعلوم خلک يې له استوګنځي نه سفارت ته پر لار تعقيبوي، تصويرونه يې اخلي او ويډيو يې جوړوي چې له امله يې ډيپلوماټانو ته لارښوونه شوې چې له اړتيا پرته دې د سفارت له ودانۍ څخه نه وځي.

په عين حال کې د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت وياند قاضي خلیل الله وایي؛ په دې اړه یې افغان چارواکي خبر کړي او د هغه په وینا، افغان چارواکيو ورته ډاډ ورکړی چې په دې اړه به هر ډول ممکن اقدامات وکړي.

ښاغلى خليل په دې اړه په خپلې اوونيزې خبري غونډه کې خبريالانو ته وويل:

((موږ په دې ټينګار کوو چې په افغانستان کې زموږ د ډيپلوماتو امنيت او مصؤنيت زموږ له لومړيتوبونو څخه دي. موږ په دې اړه په افغانستان کې اړوند چارواکي له خپلو اندېښنو خبر کړي او هغوى ډاډ راکړى چې په دې لړ کې بهتر خپل وسې پورې ټول ګامونه واخلي او هر ډول ممکن اقدامات به وکړي.))

نوموړي همداراز وويل چې په افغان رسنيو کې يې د پاکستان پرضد د پروپاګند په اړه لا وار دمخه افغان چاروکي خبر کړي او په دې اړه يې ورته اندېښنې څرګندې کړي دي.

پاکستان په داسې وخت کې په افغانستان کې د خپلو ډيپلوماټانو د امنيت په اړه رسماً اندېښنه څرګنده کړې چې د دې هېواد د بهرنيو چارو وزرات څه ورځې مخکې په اسلام اباد کې افغان سفير احضار کړى و او پر ډيورنډ کرښه يې د خپلو پوځيانو د مړينې د احتجاج ترڅنګ ورته په افغانستان کې د خپلو ډيپلوماټانو د امنيت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

په افغانستان کې محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي يووالي د حکومت تر رامنځته کېدو وروسته د پاکستان و افغانستان اړيکي د پخوا په پرتله غوړېدلې وې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي او پوځي پلاوو راشه درشه هم ډېره شوې وه.

خو د دواړو هېوادونو ترمنځ دا اړيکي تر هغې وروسته خړې شوي چې په کابل کې تر وروستېو ترورېستي پېښو وروسته افغان چارواکيو او رسنیو پر پاکستان کلکې نیوکې وکړې او د پاکستان حکومت يې د طالبانو په ملاتړ تورن کړ.

له بلې خوا بيا د پاکستان دغه تورونه ردوي او وايي چې په قبايلي سيمو کې يې د پوځي عملياتو پر مهال د ښو او بدو له توپير پرته ټول ترهګر ځپلي دي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG