د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۷

قاسمیار:د افغان سولې برخه کې به د ترکمنستان ژمنې او هڅې مثبتې نتیجې ولري


د افغانستان د سولې عالی شورا د ترکمنستان د چارواکو له دې ژمنو چې د افغانستان د سولې د مذاکراتو په برخه کې به همکاري وکړي؛ هرکلی وکړ.

د ترکمنستان د چارواکو له دې څرګندونو وروسته چې د افغانستان د سولې د مذاکراتود زمینو له برابرولو سره به مرسته وکړي؛ د افغانستان د سولې عالي شورا خوشبینه کړې ده.

د دې شورا د نړېوالو اړیکو سلاکار محمد اسماعیل قاسمیار د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل؛ د افغانستان د سولې د مذاکراتو په برخه کې به د ترکمنستان ژمنې او هڅې مثبتې نتیجې ولري:

((په یقین سره په خوشبینۍ او دوستۍ یې هرکلی کوو؛ د ترکمنستان د چارواکو څرګندونې د دوستۍ نښې ګڼو؛ ځکه چې د ترکمنستان او د طالبانو ترمنځ پخوانۍ پیژند ګلوۍ او اړيکې موجودې دي؛ په همدې اساس کیدای شي، ترکمنستان د سولې د مذاکراتو د زمینو په برابرولو رول ولوبوي.))

ښاغلي قاسمیار وویل، ترکمنستان د طالبانو په د حاکمیت په دوران کې یو ځل د سولې د خبرو کوربه و او په دې برخه کې تجربه لري.

دا څرګندونې به داسې حال کې کیږي چې د پنجشبنې په ورځ د ترکمنستان جمهور رییس قربان قلي بردي محمدوف د یوه دولتي لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی و او د افغانستان له جمهوررييس او اجراییه رییس سره یې لیده کاته وکړل.

د ترکمنستان جمهوررييس افغان چارواکو ته ډاډ ورکړی چې هېواد به یې د افغانستان د سولې د ټینګښت لپاره هڅې وکړي چې په خپل هېواد کې د سولې د مذاکراتو لپاره زمینې برابرې کړي.

کابل ته راغلي د ترکمنستان پلاوي، له افغان چارواکو سره د اقتصادي همکاریو ژمنې هم کړي دي.

په عین وخت کې افغان کارپوهان، ترکمنستان په سیمه کې یو بډای اوبې پرې هېواد ګڼي او وایي چې دا هېواد د ښو اړیکو له مخې چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره يې لري؛ کولی شي چې د افغانستان د سولې له پروسې سره مرسته وکړي.

د دې کارپوهانو له جملې، حاجي سید داوود ازادي راډیو ته وویل:

((د ترکمنستان دولت هم له طالبانو، هم له پاکستان او هم له افغانستان سره ښې اړیکې لري؛ په نړېواله کچه هم بدنام نه دی؛ د دې هېواد وضعیت ته چې پام وشي کولي شي؛ د سولې په مذاکراتو کې مثبت رول ولوبوي.))

ترکمنستان په داسې حال کې د افغانستان د سولې د مذاکراتو لپاره د همکاریو ژمنې کوي چې په دې وروستیو کې د افغانستان او پاکستان اړيکې کمرنګه شوي دي او دا ځکه چې افغان حکومت پرپاکستان تور لګوي چې د افغانستان مخالفین په پاکستان کې دې او په هماغه ځای کې د افغانستان پرضد د حملو پلانونه جوړوي.

بل خوا په دې وروستیو کې د چین هېواد هم له پاکستانه غوښتي چې د افغانستان د سولې له مذاکراتو سره رښتینې مرسته وکړي.

خلک په دې نظردي چې افغان حکومت دې د سیمې او نړۍ د هېوادونو له ښه نیت څخه ګټه واخلي او هڅې دې تیزی کړي چې په هېواد کې سوله ټینګه کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG