د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۵

د استاد سیاف پر استوګنځي راکټي حمله شوې


د استاد عبدالرب رسول سیاف پر استوګنځي راکټي حمله شوې ده.

استاد سیاف ته نږدې کس فهیم کوهدامني له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې نن غرمه شاوخوا یوولس نیمې بجې د استاد سیاف پر کور دوه "بیم یو" توغندي لګېدلي دي.

د ښاغلي کوهدامني په وینا، دې حملې چا ته د سر زیان نه دی اړولی. خو مالي زیان یې اړولی دی.

فهیم کوهدامني د استاد سیاف پر کور حمله د وطن او جهادي شخصیتونو د دښمنانو کار بولي.

استاد سیاف په دې وروستیو کې د افغان حکومت د مخالفو وسله والو پرضد ځینې څرګندونې کړي. ده تل د طالب وسله والو فعالیت د شرعیت خلاف بللی دی.

د دې حملې مسوولیت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG