د "کارزار اروپایي حقوق بشر برای مردم افغانستان" په نامه، په لندن کې د میشتو ځوانو افغانانو مدني ټولنه وايي چې په افغانستان کې ناامني، بېکاري او اقتصادي ودې ته د حکومت نه پاملرنه؛ لویه ستونزه ده.
د دې ټولنې مشر نورالحق نسیمي د جمعې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل؛ د ملي یووالي په حکومت کې لوړ پستونه؛ د پوهې، وړتیا او تجربې له مخې نه، بلکې د شخصي او قومي اړیکو په اساس اشخاصو او افرادو ته ورکول کیږي:
ده وویل، د ې وضعیت نظام ته ستونزې پیښې کړی دي:
((موږ شاهدان یو چې په حکومت کې د رهبرۍ او د ولایتونو په سطح مهم دولتي پستونه د قومي؛ سیمه ییزو او تنظیمي اړیکو په اساس خلکو ته ورکول کیږي؛ نه د پوهې او وړتیا په اساس.))
د دې ټولنې مسوولینو وویل، د هڅو هدف یې د افغانستان خلکو ته په ملي او نړېواله کچه خدمت کول دي.
دوی وویل، د خلکو د سوکالۍ لپاره یې په کابل او بغلان ولایتونو کې؛ د مشورو ورکولو مرکزونه هم پرانیستي دي.
دا ټولنه وايي، د افغانستان هراړخیز وضعیت یې په اتلسو میاشتو کې څیړلی او د روان میلادي کال د اکتوبر په نوولسمه نیټه به یې د بریتانیا د پارلمان غونډې ته هم وړاندې کړي؛ څو مرستو ته یې د نړېوالې ټولنې پام راواړوي.
دا انتقادونه په د اسې حال کې کیږي چې افغان حکومت وايي، د هېواد د پرمختګ لپاره یې پلانونه ترتیب کړي او پر دولتي پسټونو یې د افراد ګمارل؛ د پوهې، وړتیا او تجربي له مخې کیږي.
د افغانستان حکومت د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل:
((موږ د کار له پیل څخه د اشخاصو وړتیا؛ پوهه، تجربه او صداقت په پام کې نیول او له هغې وروسته مو پریوه پست شخص ګمارلی دی. په مقرریو کې هرراز سمتي، قومي، نتظیمي او ژبني معیارونه په پام کې نه دي نیول شوي.))
افغان حکومت دا هم ویلي چې د هېواد د سوکالۍ او پرمختګ لپاره یې؛ په ملي او نړېواله کچه هڅې تیزې کړي دي.
خو خلک په هېواد کې د سولې د ټینګښت، له فساد سره د مبارزې او د اقتصادي ودې لپاره د حکومت روانې هڅې کافي نه ګڼي.
راپور: خان محمد سیند