د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

په باجوړ ايجنسي کې د قبايلي مشرانو د وژنې لړۍ روانه ده


افغان پولې ته څېرمه د باجوړ ايجنسۍ په قبايلي سيمې کې د ځايي حکومت پلوه قبايلي مشرانو د وژنې لړۍ روانه ده او د سړک غاړې بم چاودنې په يوې تازه پېښه کې يو بل قبايلي مشر هم وژل شوى دى.

د باجوړ ايجنسۍ ځايي امنيتي چارواکيو رسنيو ته ويلي چې دا پېښه د جمعې په ورځ د باجوړ له مرکز خار نه ٢٥ کیلومتره لرې د ناوګۍ په چمرکنډ نومي سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې د حکومت پلوه قبايلي مشر ملک بهلول موټر له سيمې تيرېده چې په سړک کې پر ځاى پرځاى شوي بم وربرابر شو.

د چارواکيو په وينا، د چاودنې په نتيجه کې د قبايلي مشر موټر په بشپړه توګه له منځه تللى.

دا په تېرو دوو ورځو کې د باجوړ ايجنسۍ په برچمرکنډ نومي سيمه کې پر سيمه ييزو حکومت پلوه قبايلي مشرانو دويم او په تېره اوونۍ کې په دې ايجنسۍ کې څلورم بريد دى چې په نتيجه کې يې لږ تر لږۀ ٤ قبايلي مشران وژل شوي دي.

تر دې مخکې د روانې مياشت په ٢٢، ٢٤ او ٢٧ نېټه هم پر قبايلي مشرانو بمي چاونې شوې وې چې په نتيجه کې يې د فضل کريم؛ دوا خان، محمد خان او ګل رحيم په نامه حکومت پلوه قبايلي مشران وژل شوي وو.

د باجوړ ايجنسۍ يوه ځايي خبريال سليم خان چې پر حکومت پلوه قبايلي مشر ملک بهلول يې بمي چاودنه له نزدې څارلې له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

((دا د هيډکواټر ښار نه تقريباً ٢٥ کيلومټره لرې د چمرکنډ په سيمه کې کله چې يو قبايلي مشر راروان و؛ هغې ته لاره کې ريموټ کنټرول بم ايښودل شوى و چې چاودنه پرې وشوه او هغه په موقع باندې وفات شو. تر پېښې وروسته امنيتي ځواکونو سيمه محاصره کړه او تلاشي عمليات يې هم وکړل؛ خو څوک يې نيولي نه دي.))

د سليم خان په خبره، په باجوړ ايجنسۍ کې پر حکومت پلوه مشرانو وروستيو پرله پسې بريدونو خلک وېرولي او پر کار روزګار يې هم ناوړه اغېز کړى دى.

باجوړ ايجنسۍ افغان پولې ته څېرمه پرته قبايلي سيمه ده چې د افغانستان له ختيځو ولايتونو سره نښتې اوږدې پولې لري.

د پاکستان امنيتي ځواکونو په ٢٠٠٨م کال کې په باجوړ ايجنسۍ کې د مېشتو وسله والو پرضد پراخ عمليات پيل کړل او په ٦ شپږو مياشتو کې يې دا سيمه له ترهګرو پاکه کړه چې په نتيجه کې يې ډېرى وسله وال له دې سيمې نورو قبايلي سيمو ته وتښتېدل.

ويل کېږي چې په باجوړ کې اوس هم د تحريک طالبان پاکستان د وسله والو په ګډون د بېلابېلو ډلو وسله وال پټ دي چې له څه مودې راهیسې په باجوړ کې پر امنیتي ځواکونو؛ پر حکومت پلوه قومي مشرانو او د طالبانو د مخنيوي لپاره د جوړ شوي امن لښکر پر غړيو بریدونه کوي.

افغان پولې ته څېرمه په قبايلي سيمو کې پر قبايلي مشرانو؛ امنيتي ځواکونو، امن لښکر او دولتي ودانيو بريدونه په داسې وخت کې ډېر شوي چې پاکستانيو پوځيانو د تېر ٢٠١٤م کال راهيسې د شمالي وزيرستان په ګډون په بېلابېلو قبايلي سيمو کې پوځي عمليات پيل کړي چې په نتيجه کې يې د زرګونو ترورېستانو د وژلو او د پراخو برياوو ادعا کوي.

د يادونې وړ ده چې که څه هم د پنجشنبې په ورځ په باجوړ کې د حکومت پلوه قبآيلي مشر رحيم ګل د وژنې مسووليت پاکستاني طالبانو منلى و خو د جمعې په ورځ د ملک بهلول د وژنې مسووليت لا تر دې دمه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG