د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما يو وار بيا هڅه وکړه؛ يوه ډله امريکايي يهودان قانع کړي چې له ايران سره پر اټومي موضوع وروستۍ موافقه د اسرائيل په زيان نه ده.
له ايران سره وروستۍ موافقې ته د خلکو او کانګرس د ملاتړ جلبولو په لړ کې دا ځل د امريکا ولسمشر ځينو امريکايي يهودانو ته مخه کړه.
بارک اوباما پرون هڅه وکړه؛ په امريکا کې مېشتو يهودانو ته له ايران سره پر اټومي موضوع د وروستۍ موافقې په اړه ډاډ ورکړي چې په زيان يې نه ده.
ده د يهودانو له اړوندو ټولنو او سازمانونو سره د انټرنټ په مرسته د ويډيويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې.اوباما وويل:
((موږ پر ايران باور نه کوو. خو دغه موافقه پر باور نه، بلکې پر دقيقه ارزونه ولاړه ده.))
اوباما تاييد کړه چې د اسرائيل حکومت له ايران سره د شوې موافقې مخالفت کوي؛ خو ده ټينګار وکړ چې دا مساله له اسرایيله د امريکا پر ملاتړ کوم اغېز نه لري:
((په دې ټولو بحثونو کې مهم ټکى چې بايد هېر يې نه کړو؛ دا دى چې موږ ټول د اسرایيل پلويان او يوه کورنۍ يو.))
د جولاى د څوارلسمې نېټې د موافقې له مخې چې د تهران او د نړۍ له شپږو قدرتونو سره وشوه؛ له ايرانه د امريکا، اروپايي ټولنې او ملګرو ملتونو بنديزونه په تدريجي ډول ليرې کېږي؛ ايران به په بدل کې خپل اټومي پروګرام محدودوي. لوېديځ شک لري چې د دې پروګرام هدف د اټومي وسلې جوړول دي؛ خو ايران تل دغه تورونه رد کړي دي.
بارک اوباما په دې خبرو کې امريکايي يهودانو ته وويل؛ له اسراييل سره د امريکا تعهد ثابت دى.
د امريکا ولسمشر زياته کړه، که چېرې د ايران اسلامي جمهوريت دغه موافقه عملي نه کړي؛ امريکا به درېيم انتخاب غوره کړي چې هغه به بنديزونه او ممکن پوځي ځواک وي.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما وويل، واشنګټن بايد په لبنان کې له حزب الله ډلې د ايران د ملاتړ مخه هم ونيسي:
((موږ بايد پرې نه ږدو چې ايران حزب الله ډلې ته راکټونه ورکړي؛ ځکه حزب الله اسرایيل ته ګواښ کوي. موږ بايد د سيمې په نورو برخو کې هم د دوى د بې ثباته کوونکو او نيابتي فعاليتونو مخه ونيسو.
د دې کار لپاره اړتيا ده چې له خپلو شريکانو سره همږغي واوسو، خپل استخباراتي فعاليتونه ښه کړو، لکه د اوسپنيز پوښښ لګول زيات کړو، څو خلک له هغو راکټونو خوندي شي چې د پولې له هغې بلې غاړې ويشتل کېږي.
موږ بايد په هر حالت کې دغه کارونه وکړو. کله چې پوه شو ايران اټومي وسلې نه لري: له ډېر ښه دريځ نه کولاى شو دا چارې ترسره کړو.))
له ايران سره پر اټومي موضوع د موافقې برخليک بايد تر سپټمبر مياشتې پورې معلوم شي.
تر هغه وخته پورې د امريکا کانګرس فرصت لري چې دغه موافقه وڅېړي او ويې ارزوي.
خو د امريکا د کانګرس په مشرانو جرګه او د استازو په جرګه کې د دې موافقې مخالفان کم نه دي؛ خو کارپوهانو ويلي چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما د دې موافقې د تصويب لپاره په کانګرس کې کافي رايې خپلولاى شي.
تر دې مخکې اوباما ويلي وو، که د کانګرس غړي دغې موافقې ته د تاييد رايه ورنه کړي؛ د کانګرس تصميم به ويټو کړي.