د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۴

د بریتانیا ملي کتابتون د طالبانو په اړه د اسنادو ټولګه نه ساتي


د بريتانيا ملي کتابتون اجازه ورنه کړه، چې د افغان طالبانو په اړه د اسنادو يوه ټولګه په کې وساتل شي.

مخکې داسې هيلې وې چې د اسنادو دغه ټولګه به د بريتانيا په ملي کتابتون کې خوندي شي؛ خو په وروستيو دقيقو کې د کتابتون مسوولانو بل تصميم ونيوه.

دوى وايي، په کتابتون کې د اسنادو د ساتنې له درکه يې اندېښنه درلوده چې دغه کار يې ښايي له هغو هڅو سره په ټکر کې وي چې دولت يې د ټروريزم پر وړاندې د مبارزې لپاره کوي.

د فرانسې خبري اژانس د بريتانيا ملي کتابتون د يوه وياند په حواله ليکلي چې ويلي يې دي؛ په دغو اسنادو کې داسې مواد هم شته چې ښايي له ټروريزم ضد قانون سره په ټکر کې وي.

د بريتانيا د کورنيو چارو وزارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

اليکس سټريک هغه ليکوال او څېړونکى دى چې د دغو اسنادو په راټولولو کې يې همکاري کړې ده.

ده د فرانسې خبري اژانس ته وويل؛ د بريتانيا د ملي کتابتون تصميم "حيرانوونکى او نهيلى کوونکى" و.

د اليکس سټريک په باور، د طالبانو په اړه په راټولو شويو اسنادو کې د بمونو د جوړولو طريقه يا دې ته ورته شيان نه شته.

د جرمني په برلين کې مېشت دغه څېړونکي ويلي؛ د طالبانو په اړه د دغو راټولو شويو اسنادو په دې ټولګه کې راټول شوي مواد د تاريخ تېر وخت روښانوي؛ که يو افغان وغواړي د خپل هېواد پر تېر وخت پوه شي؛ يا کوم بهرنى غواړي په دې اړه څېړنه وکړي؛ دغه ټولګه به ورته غوره انتخاب وي.

په ډوبلين ښار کې د پوهنتون استاد او د ټروريزم حساسې څېړنې په نامه د يوې خپرونې مدير جيمز فيځ ګرالډ هم د بريتانيا ملي کتابتون په دې تصميم خواشينى دى چې د طالبانو په اړه د راټولو شويو اسنادو له ساتنې يې انکار کړى دى.

دى وايي د بريتانيا ملي کتابتون د خندا وړ تصميم نيولى دى.

XS
SM
MD
LG