د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۸

د بلوچستان خبريالان: د لسګونو ژورناليستانو قاتلين سرې سترګې ګرځي


د کوټې ژورناليستانو پرون د اګست ٢٨مه د خبريالانو د شهادت د ورځې په توګه لمانځلې او يو کال وړاندې د دوو وژل شويو خبريالانو په شمول يې په دې ايالت کې د ټولو وژل شويو خبريالانو د وژنې په ضد احتجاجي مظاهره کړې، د هغوى په ياد يې شمعې بلې کړي او د قاتلينو د نيولو غوښتنه يې کړې.

په بلوچستان کې تر اوسه د هيڅ يوه وژل شوي خبريال قاتل نه نيول شوى او نه محاکمه شوى دى، د تېر کال د اګست پر ٢٨مه نېټه چي په کوټه کې د »آنلاين« خبري اژانس خبريالان ارشاد مستويي، عبدالرسول او د دفتر يو بل کارکوونکى و وژل شول تر يو کال وروسته يې هم امنيتي ادارو قاتلين ونه نيول.

د بلوچستان د خبريالانو اتحاديې پرون د دوى لومړى تلين ولمانځه او په ايالت کې د وژل شويو خبريالانو د وژنې په ضد يې لاريون وکړ، چي پکې يې د بيان د ازادۍ او د خبريالانو د امنيت ساتلو په ملاتړ شعارونه ورکول.

په لاريون کې د کوټې په شمول د بلوچستان د نورو پښتني او بلوڅ مېشتو سيمو لسګونو خبريالانو ګډون کړى وو، چي د ښار پر بېلابېلو سړکونو و ګرځېدل او په پاى کې يې د بلوچستان د اعلى وزير دفتر ته يو اعتراضيه ليک پرېښوو، چي پکې يې په ايالت کې د ټولو وژل شويو خبريالانو د وژنې د قضيو د څېړلو لپاره د يوه پراخ قضايي کميسون د جوړېدو غوښتنه کړې وه. د بلوچستان د خبريالانو د اتحاديې مشر حمادالله سياپاد په دې اړه ازادي راډيو ته وويل:

″موږ تل له حکومته غوښتنه کړې چي د ژورناليستانو هدفي وژنې دي تم شي، چي کوم شهيدان شوي دي د هغوى د وژنو د تحقيقاتو لپاره دي حکومت زموږ ملاتړ وکړي، خو دلته د حکومت له خوا هم زموږ حوصله افزايي نه ده شوې، موږ دا غوښتنه کوو چي دلته کوم څلرويشت ژورناليستان په هدفي ډول وژل شوي د هغوى د پلټنو لپاره دي يو ځانګړى قضايي کميسون جوړ شي، عدالت چي هره پرېکړه وکړه موږ يې هرکلى کوو″

د تېر کال په وژل شويو خبريالانو کې عبدالرسول تنکى ځوان وو، چي ايله دوه کاله مخکې د بلوچستان د ژورناليزم له څانګې فارغ شوى وو او په »آنلاين« خبري اژانس او »جيو« ټلويزون کې يې د روزل کېدونکي خبريال په توګه دنده تر سره کوله. ځوان خبريال مجيب اڅکزى- چي له يوه اردو ټلويزون سره کار کوي- له عبدالرسول سره د ژورناليزم په پوهنځي کې ټولګيوال او د هغه نيژدې ملګرى وو، وايي د ملګري تر مړينې وروسته يې له ژورناليزم څخه زړه مات شوى:

″اته ويشتم اګست زموږ لپاره يوه غميزه ده موږ يې هيڅکله نه شو هېرولاى، تېر کال په دې ورځ زما تر ورور هم خوږ ملګرى له موږه ډېر لرې لاړ، هسې دلته په بلوچستان کې خبريالي ډېره ګرانه ده، که د خپلواکي غوښتونکيو تنظيمو له خوا خبر لګوې حکومت او ادارې یعنې استخبارات دي نه پرېږدي، که د حکومت يا ادارو ملاتړ کوې تنظيمونه دي نه پرېږدي، نو په بلوچستان کې خبريالي يو چيلنج دى.

زما خوب وو چي زه به خبريال کېږم، د خلکو ستونځې به پر سکرين را برسېره کوم، په قلم به يې ليکم، خو ماته ډېره ګرانه ده، ځکه چي هر ځاى ته لاس وروړې هلته درې څلور ښاماران وختي لا ناست وي″

د پاکستان د »ډان« ټلويزون او انګليسي ورځپاڼې مشر خبريال سيدعلي شاه وايي په کومو سيمو کې چي بلوڅ خپلواکي غوښتونکي فعال دي، په هغو سيمو کې خبريالي ډېره ګرانه او له خطره ډکه ده، وايي په بلوچستان کې د خبريالانو د هدفي وژنو او هغوى ته د ګواښونو له امله نوي ځوانان دې ته زړه نه ښه کوي چي د خبريالۍ ډګر ته راشي:

″په ټوله نړۍ کې بلوچستان ايالت تر ټولو خطرناک دى، دلته په تېرو اوو- اتو کلونو کې تر څلوېښتو زيات ژورناليستان د بمي چاودنو او هدفي وژنو ښکار شوي دي، يو کال تېر شو چي امنيتي ادارو د شک په بنياد هم څوک د شهيد ارشاد مستويي، شهيد عبدالرسول او شهيد محمد يونس د وژنې په تړاو نه دى نيولى، په دې صوبه کې د هدفي وژنو، بمي چاودنو او خبريالانو ته د ګواښونو له امله د ژورناليستانو شمېر ډېر کم شوى دى″

د يادونې وړ ده چي په روان ٢٠١٥م کال کې هم د بلوچستان په »اوسته محمد« سيمه کې د ظفرجتک په نوم يو خبريال نامالومو وسلوالو پخپل کور کې وواژه، چي قاتلين يې مالوم نه شول او نه يې د وژنې مسووليت کومې وسلوالې ډلې پر غاړه واخيست.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG