د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

داعش هڅه کوي د افغانستان په ختیځ کې ځان ته ځای پیدا کړي


د اسلامي دولت په نوم وسلواله ډله غواړې په افغانستان کې خپل اغیز پراخه کړي، خو د طالب وسله والو مقاومت، د امریکا د بې پیلوټه الوتکو بریدونه او په ټولنه کې د فرقه يي شخړو کموالی ددې سبب شوي دي چې دا ډله په افغانستان کې د منځني ختیځ په څېر په تیزۍ پراخه نه شي.

د اسلامي دولت وسله واله ډله چې په سوریه او عراق کې یې پراخې سیمې لاندې کړې، له میاشتو راهیسې هڅه کوي چې د افغانستان په ختیځ کې ځان ته ځای پیدا کړي.

د فرانسې خبري اژانس په یو راپور کې وايي؛ دا ډله توانیدلې هغه وسله وال چې د طالبانو له لیکو بیل شوې دي له ځان سره یو ځای کړي.

خو د راپور په وینا، د بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د دې ډلې د مشرانو وژل کیدل او په افغانستان کې یې څرګندو بې رحمیو د پرمختګ مخه نیولې ده.

له طالبانو سره یې پرلپسې نښتې او جګړې هم د دې سبب شوې دي چې له منځني ختیځ څخه راغلې دا وسله واله ډله په افغانستان کې پراخه نه شي.

د فرانسې خبري اژانس د امریکا د ټولو ځواکونو د لوی درستیز جنرال مارټین ډیمپسي له خولې وايي؛ داعش په عراق او سوریه کې په اومه او اتمه مرحله کې دی. په لیبیا کې په درېیمه او څلورمه مرحله کې دی خو په افغانستان کې دا ډله په لومړۍ او دویمه مرحله کې ده.

د ناټو یو شمیر نورو چارواکو هم د جنرال مارټین ډیمپسې خبري غبرګي کړي دي او وايي؛ د اسلامي دولت وسله واله ډله په افغانستان کې تر اوسه د دې وړتیا نه لري چې هسې تنظیم شوي بریدونه ترسره کړي لکه په سوریه او عراق کې یې چې ترسره کوي. خو دوی وايي، داعش کیدای شي چې په افغانستان کې په یو لوی ګواښ بدل شي.

یو شمیر طالب وسله والو په ځانګړې توګه په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د اسلامي دولت د وسله والې ډلې بیرغ پورته کړی دی. د فرانسې خبري اژانس وايي، داسې ویره شته چې د طالبانو ترمنځ خپل منځي اختلافات ښايي د دې سبب شي چې له طالبانو داعش ته د اوښتونکو وسله والو شمیر زیات شي.

په واشینګټن کې د یو نړیوال څیړنیز مرکز غړي میشل کوګل مین فرانسې خبري اژانس ته ویلي؛ داعش په افغانستان کې له څو میاشتو راهیسې فعال دی او په دې هیواد کې لا هم طالبان د جګړې پیاوړی ځواک دی.

د نوموړې په وینا طالبان دا مهال د دې وړتیا لري چې د اسلامي دولت د وسلوالې ډلې په وړاندې ودریږي. او تر دې مهال توانیدلې چې دا وسلواله ډله تر ختیځ پورې محدوده پاتې شي.

څیړونکي میشل کیګلمین په افغانستان کې د داعش په وړاندې بل خنډ دا ګڼي چې دلته فرقه یي او مذهبې شخړې هومره ژورې نه دي لکه د منځني ختیځ په ځینو هیوادونو کې چې دي.

XS
SM
MD
LG