د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۸

په کابل کې لسګونو مدني فعالانو افغان امنیتي ځواکونه وستایل


لسګونو مدني فعالانو د فرهنګي او نمایشي حرکتونو په ترسره کولو سره افغان امنیتي ځواکونه وستایل او د کابل پر واټونو یې د سولې سندرې وویلې؛ په سړکونو ګلان شیندي د وسلو نمونې یې په قفسونو کې بند کړي او په کوچني ماشوم پسې چې د سولې کوتره یې په لاس کې ده روان دي.

دوی وايي، د سولې هڅې به بالاخره نتیجه ورکړي؛ خو د اوس لپاره امنیتي ځواکونه ستایي او د سولې غږ په پورته کولو سره خلک د پخلاینې په لورې راوبولي.

د دې حرکاتو یوه تنظیمونکي سمیع دره يي ازادي راډيو ته وویل؛ د هوايي ډګر او شاوخوا په سیمه کې چېرته چې وروستیو انتحاري حملو لسګونو ملکیانو ته تلفات اړولي ځکه د سولې غږ پورته کوي چې امنیت تر ټولو لومړنۍ اړتیا ده:

((په همدې ځای کې چې تاسې یئ څو ورځې مخکې خطرناکه چاودنه وشوه. موږ همدلته غواړو چاودنو او جنګ ته نه ووایو؛ په همدې ډول د ګلانو په شیندلو او امنیتي ځواکونو ته د ګلانو په ورکولو سره د سولې پیغام خپروو.))

له دې وړاندې هم مدني فعالانو د جګړو او حملو په قربانیانو شمعې بلې کړي او په هېواد کې یې پر روانې نا امنۍ انديښنې ښودلي دي.

له دې سره دا مدني فعالان ټیګار کوي چې په هېواد کې د سولې د ټینګښت او ارام ژوند لپاره د ټولو قومونو اتفاق او ګډ کار لازمي دی او له دې پرته د هېواد هر اړخیز پرمختګ ممکن نه دی.

د لاریون ګډونواله مجاهده وایي؛ هیله لري چې د دوی دا حرکات د خلکو عاطفې او احساسات راوپاروي او ټول په یوه غږ د سولې ملاتړ وکړي او خونړیو پېښو ته نه ووايي:

((له نورو لارو څه و نه شول هیله کوو چې د فرهنګي او مدنې دې ډول حرکتونو له لارې څه بدولون راشي او هڅه کوو چې مقابل لوری پوه شي چې خلک څه ستونزې لري.))

د نهمې امنیتې حوزې امر عبدالروف چې د خلکو له خوا ورته ډالی شوي ګلان یې په لاس کې وو؛ رسنیو ته وویل، د خلکو ستاینه خوشحالي وربخښي؛ خو د ټولو مهمه دا ده چې ټول خلک له دوی سره همکار وي.

((زموږ هیله او غوښتنه دا ده چې خپله خلک د امنیت په تامین کې برخه واخلي او دوی په خپله ښه ملاتړ وکړي.))

له دې سره یو شمیر دا مدني فعالان داسې مهال امنیتي ځواکونه ستایي او له بلې ډلې د سولې غوښتنه کوي چې په دې وروستیو کې د جنګ لمن پراخه شوي او افغان ځواکونو په ګوښي ځان د هېواد د امنیت ساتلو ته اوږه ورکړي ده.

ارواپوهان وايي چې د سولې غږ پورته کول او د امنیتي ځواکونو ستایل هلته ژور بدلون راوستلای شي چې دا ډول حرکات سرتاسري شي او ټول خلک په یوه خوله جنګ ته نه ووایي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG