د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۷

د سوریې په درېیو ښارونو کې لنډمهاله اوربند مات شو


د سوريې د دولتي ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ لنډمهاله اوربند نن په درېيو مهمو ښارګوټو کې پای ته ورسېد.

د لبنان د حزب اله ډلې د شيعه ملېشو په ګډون د سوريې رژيم ته وفادارو ځواکونو تر نن سهاره پورې د ياغيانو په مهم سنګر الزبَداني او د دولت تر ولکې لاندې سيمو فواه او کافريه کې پر ٤٨ ساعته اوربند موافقه کړې وه. زبَداني د لبنان او سوريې ترمنځ پرته سيمه ده.

په بريتانيا کې دېره د سوريې د بشري حقونو د څار ادارې مشر رامي عبدالرحمن وويل؛ دغه اوربند نن سهار په زبداني، فواه او کافريه کې مات شو.

د کافريه سيمې اوسېدونکو د فرانسې خبري اژانس ته د ټليفون پر کرښه وويل؛ له نن سهار ملااذانه پر دې ښارګوټي د توپونو په لسګونو مرمۍ لګېدلي دي.

رامي عبدالرحمن وويل، په زبداني کې د توپونو د ويشتل کېدو تر څنګ شخړې هم روانې دي او مخالف جنګيالي پر فواه او کافريه توپونه اوروي.

عبدالرحمن دا جزئيات ورنه کړل چې ډزې لومړى چا پيل کړې او تلفات څه دي.

فواه او کافريه د شمال لوېديځ ادلب ولايت وروستي دوه کلي دي چې لا هم د سوريې د رژيم په ولکه کې دي؛ خو ياغيانو او د هغو متحدانو لکه په القاعدې پورې تړلې ډلې النُصره جبهې محاصره کړي دي.

دغه کلي په داسې حال کې محاصره شوي چې د سوريې د رژيم پلوي ځواکونو د لبنان پولې ته څېرمه په زبداني کې پوځي عمليات شديد کړي دي.

ښکېلو لوريو پر يوې هراړخيزې موافقې د سلا کېدو لپاره خبرې کړې دي چې له مخې يې ياغي جنګيالي له زبدانه ووځي؛ دغه راز ملکيانو ته هم امکانات برابر کړي چې له فواه او کافريه کليو ووځي چې ډېرى اوسېدونکي يې اقليت شيعه ګان دي. خو تېره شپه دغه خبرې ناکامه شوې.

د سوريې د متحد ګوند سرمنشي محمد ابو قاسم چې د لنډمهاله اوربند په مساله کې يې د منځګړي رول درلود د شخړو بيا پيلېدل تاييد کړل.

ده وويل، لنډمهاله اوربند مات، مذاکرې ناکامې او په زبداني کې پوځي عمليات بيا پيل شول.

دا په روانه مياشت کې دويم ځل دى چې د سوريې په درېيو ښارګوټو کې اوربند ماتېږي.

د ٢٠١١م کال له مارچ مياشتې راهيسې د سوريې په شخړه کې تر ٢ لکه او ٤٠ زرو زيات کسان وژل شوي، د دغه هېواد د نفوسو نيمه برخه د جګړو له کبله له خپلو کورونو بېځايه شوي دي.

XS
SM
MD
LG