د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

افضلي: حکومت د کابل بانک د قضیې پر وړاندې سیاسي چلند کوي


د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ مشر سید اکرام افضلي
د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ مشر سید اکرام افضلي

سره له دې چې حکومتي چارواکو ژمنه کړې وه چې د کابل بانک له اختلاس کوونکو سره به قانوني چلند کیږي؛ خو دا مهال داسې انتقادونه موجود دي چې د ملي وحدت حکومت هم په دې برخه کې پوره جدیت نه لري.

د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ مشر سید اکرام افضلي د شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د کابلبانک د قضیې په اړه د حکومت اقدامات د نړېوالې ټولنې له تمې خلاف او ناکافي دي.

نوموړي وویل، کومې پیسې چې د دغه بانک له پوروړو ترلاسه شوي دي؛ تراوسه یې په اړه خلکو ته دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي.

د ښاغلي افضلي په وینا، که حکومت په دې برخه کې جدي اقدام ونه کړي په حکومت به د خلکو اعتماد له منځه ولاړ شي.

((په خواشینۍ سره باید ووایم چې دا حکومت هم د کابلبانک د قضیې په وړاندې ډير سیاسي برخورد کوي؛ هغه کسان چې سیاسي قدرت نه لري هغو سره جدي چلند کیږي؛ خو له یو شمېر سره په سوله یز ډول مخې ته ځي؛ په د افغانستان بانک کې اړتیا ده چې له بهر نه ډېر قوي نظارتي سیسټم رامنځ ته شي چې په خواشینۍ سره اوسه پورې داسې سیستم نشته .))

د دې بنسټ چارواکو انتقاد وکړ چې حکومت اوس هم د بانکونو د څارنې لپاره پیاوړې طرح او پلان نه لري.

کابل بانک په ۲۰۱۰ کال کې وروسته له هغې له مالي بحران سره مخ شو چې د دغه بانک یو شمېر سهم لرونکو یې ور څخه څه باندې نهه سوه میلیونه ډالر اختلاس وکړ.

د ملي وحدت حکومت له جوړېدو سره د دغه بانک قضیه یو واري بیا رابرسیره شوه او چارواکو ژمنه وکړه چې دغه قضیه به په بشپړه توګه وڅیړي.

خو تردې وړاندې د لویې څارنوالۍ سرپرست نورحبیب جلال ویلي وو چې تراوسه له اختلاس شویو پیسو څخه ۴۸۰ میلیونه ډالر یې په نقدي توګه او یا هم د نورو قانوني پروسو له لارې تر لاسه شوي دي.

له بلې خوا د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند بصیر عزیزي هم د کابلبانک په قضیې کې هر ډول سیاسي فشارونه ردوي او وایې چې په دې برخه کې قانوني اجرات کیږي.

((د کابل بانک دوسیه له لومړيو پړاونو څخه یوه مطبوعاتي دوسیه وه او ټول موارد له خلکو سره شریک شوي دي؛ موږ په دې برخه کې د سیاسي فشار مسله کاملاً ردوو او ټول اجرات د قانون په اساس دي.))

خو له دې ټولو سره د شفافیت د څار بنسټ سپارښتنه کوي چې د کابلبانک د قضیې له تکرار څخه د مخنیوي لپاره باید د بانکونو سیسټم او مقررات تقویه او تخنیکي ظرفیتونه لوړ شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG