د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

د ځوانانو د همغږۍ او پیاوړتیا ټولنه وايي د غزني حکومتولي د سقوط په حال کې ده


د ځوانانو د همغږۍ او پیاوړتیا په نامه د مدني ټولنې غړي وايي؛ د غزني په ولایت کې امنیتي، تعلیمي، اقتصادي او فرهنګي ناوړه وضعیت اندېښمن کړي دي.

ناامني، اداري فساد، بې کاري، د ښوونځیو تړل، اقتصادي پروژو ته د حکومت نه پاملرنه او داسې نور موارد هغه ستونزې دي چې د ځوانانو د همغږۍ او پیاوړتیا شبکې پرې اندېښنه وښوده.

د دې شبکې غړیو د شنبې په ورځ په کابل کې په یوې ناسته کې وویل؛ سربیره پر یادو ستونزو؛ د غزني خلک نور د هغه ولایت پر اداري پستونو سرپرستان نه شي زغملی.

دوی چې شمېر یې لسګونو ته رسېده پر حکومت غږ وکړ چې که په لږ موده کې دغزني ولایت د ستونزو اوارۍ ته اقدام و نه شي؛ پراخ مدني حرکتونه به پیل کړي.

د ځوانانود همغږۍ او پیاوړتیا د شبکې مشرعنایت اله ناصر وویل:

((په غزني کې فساد انحصاري بڼه نیولې؛ په معارف د شخصي فکر له امله ګڼ ښوونځي وتړل شول؛ د بیان ازادي نقص شوې، د غزني حکومتولي د سقوط په حال کې ده. دا ستونزې باید اصلاح شي او که زموږ غوښتنې ونه منل شي؛ پراخ مدني حرکتونه به پیل کړو.))

د دې شبکوغړو وویل، د غزني ولایت کې ځینو چارواکو د شخصي ګټو لپاره په هره برخه کې د خلکو حقونه ترپښولاندې کړي دي.

دوی داهم وویل، د ولسوالیو مرکزونو د خلکو د خدمت پرځای د ځان ساتلو په فکر کې دي.

وینا والو دغوڼدې په پاې کې وویل؛ حکومت ته د دوی خبرداری د اوږدې مودې لپاره نه؛ بلکې تمه لري چې په څو اوونیو کې یې په هکله اقدام وکړي.

دا لومړۍ ځل نه دی چې د غزني پر سیمه ییزې حکومتولۍ انتقادونه کیږي بلکې څو ورځې مخکې د یوې مدني ټولنې او د ولسي جرګې ځینو غړیو؛ د غزني والي او یوشمېر چارواکي په اداري فساد او په ناامینو کې په لاس لرلو تورن کړل.

په عین وخت کې د افغان حکومت د اجرایيه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل په دې اړه ازادي راډیو ته وویل؛ حکومت یوازې د غزني ولایت لپاره نه، بلکې د ټولوولایتونو د هراړخیزو اصلاحاتو پروګرامونه ترتیب او په پلی کېدو یې لاس پورې شوی دی:

((د ملي یو والي حکومت په ټولو ساحو کې؛ اصلاحاتو ته ژمن دي، تراوسه د شاخوا شلو ولایتونو والیان نوي شوي او د نور په هکله فکر کیږي.

همدارنګه حکومت غواړي د ښو پروژو او شفافو اقداماتو له مخې؛ د خلکو او والیانو ترمینځ فاصلې لیرې کړي.))

افغان چارواکي وايي، غزني یوه ناامنه سیمه ده چې له څو سرحدي ولایتونو سره ګډه پوله لري او مخالفین هڅې کوي چې له همدغو لارو دا ولایت ناامنه کړي.

دوی وايي، د غزني د هراړخیزو اصلاحاتو لپاره پروګرامونه ترتیب شوي؛ خو په ځینو وختو کې ناامني د دې سبب کیږي چې دا پروګرامونه په موقتي ډول له ستونزو سره مخ شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG