د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۰

انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون ۲ غړو د کمیسیون غونډه تحریم کړه


د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون دوه غړي وايي چې د یاد کمیسون د نورو غړو د مداخلې له امله د نوموړي کمیسیون غوندې یې تحریم کړې دي.

په داسې حال کې چې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون له جوړېدو څو اونۍ تېرېږي؛ خو د یاد کمیسیون د غړو تر منځ د نظرونو اختلاف د دغه کمیسیون دوه غړي د غونډو تحریم ته اړ کړل.

کاوون کاکړ او شاه محمود میاخیل د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون دوه غړو د شنبې په ورځ په یو خبري کنفرانس کې راښکاره شول او د خلکو د هغې وړاندې شوې طرحې له بدلون یې پرده پورته کړه؛ کوم چې د دغه کمیسیون له خوا به ولسمشر ته وړاندې شي.

دوی وايي، د دغه کمیسیون یو شمېر غړي هڅه کوي چې په انتخاباتو کې د ولسي جرګې ۱۰۰ چوکۍ چې د یادې جرګې څلوېښت سلنه جوړوي؛ ګوندونو ته ځانګړې کړي.

د انتخاباتي اصلاحلتو د کمیسیون غړی شاه محمود میاخیل:

((د دغه کمیسیون غړو داسې پرېکړه کړې ده چې د ولسي جرګې څلویښت سلنه چوکۍ باید ګوندونو ته ځانګړې شي؛ یعنې د ولسي جرګې سل چوکۍ، ګوندونه په ټولو ولایتونو کې یو شان دي؛ هر هغه ګوند چې غړي یې د خلکو څلور سلنه رایې خپلې کړي کولای شي؛ د ولسي جرګې سل چوکۍ وګټي او نور چوکیو ته کولای شي چې نور استازي ځان کاندید کړي؛ دا وړاندیز موږ ته د منلو نه دی؛ ځکه چې دا پرېکړه په انتخاباتي نظام کې بې ثباتي رامنځته کوي؛ نو ځکه موږ د کمیسیون غونډې تجریم کړې.))

ویل کېږي، په دغه طرحه کې چې په روانه اونۍ کې به ولسمشر ته وړاندې شي؛ د یو شمېر ولایتونو د سلګونو خلکو نظریې راټولې شوې دي؛ خو اوس دغه طرحه د یاد کمیسیون د دوو تنو غړو له مخافت سره مخ ده چې وايي؛ ولسمشر ته تر استولو د مخه باید اصلاح شی.
د دغه کمیسیون بل غړی کاوون کاکړ ټینګار کوي چې که د ولسي جرګې انتخابات د ولسمشرۍ د تېرو ټاکنو په شان په یوې واحدې حوزې بدل شي؛ د درغلیو امکان به ډېر او خلک به په انتخاباتو خپل باور بایلي.
خو د افغانستان د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايي چې د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون په خپلواک ډول خپل کارونه مخته وړي او هر هغه وړاندیز چې د دغه کمیسیون د ډېرو غړو نطر خپل کړي د حکومت د مشرانو له خوا به ومنل شي:

((کمیسون کاملاً خپلواک دی او خپل کار په خپلواک ډول مخته وړي؛ څوک چې د کمیسیون له وړاندې شوې طرحې راضي نه دي کولای شی چې بېلابیلې نور طرحې حکومت ته وړاندې کړي؛ تو حکومت به په هغې غور وکړي خو غوښتنه مو دا ده چې تفاهم دې رامنځته شي او د دغه کمیسیون غړي دې په مشترک ډول خپل کار مخته یوسي؛ ځکه د افغان ولس د برخلیک موضوع ده.))

وموغوښتل چې په دې برخه کې د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون د چارواکو نظر هم ولرو؛ خو د ډېرو هڅو با وجود مو چا اړیکه ځواب نه کړه.

د انتخاباتي اصلاحاتو د کمیسیون یاد دوه غړي خبردارۍ ورکوي چې ترکومه حکومت په دغه کمیسیون کې بې پرې کسان ونه ګماري؛ په وړاندې شوې طرحه کې اصلاحات رامنځته نه شي؛ په هر ولایت کې څوګونې حوزې په پام کې ونه نیول شي؛ خپلو دندنې به پیل نه کړي.

XS
SM
MD
LG