د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

په زابل کې د طالبانو په خپل منځې نښته کې ۵ کسان وژل شوي


راپورونه وايي، په زابل کې د وسله والو طالبانو د دوو ډلو ترمنځ نښته شوې ده.

اسوشیټیډ پریس خبرياژانس د وسله والو طالبانو د یو چارواکي له خولې چې د ملامحمدعمر د مړینې د خبر له خپریدو وروسته ددې ډلې ترمنځ د مشرتابه پر سر شخړه کې د منځګړیتوب هڅې کوي وايي چې په زابل کې د دوو ډلو طالبانو ترمنځ خپل منځې نښته کې پنځه کسان وژل شوي دي.

د احمد رباني په وینا جګړه د طالبانو د نوې مشر ملا اخترمحمد منصور او ملا منصور دادالله د پلویانو ترمنځ شو ې ده.

که چېرې دا خبر تایید شي، دا به د وسله والو طالبانو د دوو ډلو ترمنځ لومړنۍ نښته وي.

د ملا عمر د مړینې د خبر له خپریدو وروسته ملا اخترمحمد منصور د طالبانو مشر وټاکل شو. خو د ملا عمر د کورنۍ یو شمېر غړي او یو شمېر نور طالب مشران د نوموړي له مشرتابه سره اختلاف لري .

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس وايي، د احمد رباني له خولې وايي چې دا مهال د طالبانو د دوو لورو ترمنځ ناندرۍ تر تاوتریخوالي رسیدلي دي.

افغان چارواکو تر اوسه دا راپورونه چې په زابل کې دې د وسلخ والو طالبانو د دوو ډلو ترمنځ جګړه شوې وي نه دي تایید کړي.

خو په ولسي جرګې کې د زابل د خلکو استازي عبدالقادر قلاتوال ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، د دې دوو ډلو ترمنځ د نښتې خبره ناممکنه هم نه ده .

قلاتوال وايي داسې راپورونه دوی ته هم رسیدلي چې په سیمه کې د دوو طالب ډلو سلګونه پلویان د جګړې لپاره راټول شوي او هره ګړۍ یې ترمنځ د جګړې د نښتو امکان شته.

ترې دې مخکې د ملا عبدالمنان په نوم یو تن چې وايي، د ملا محمد عمر ورور دی هم په زابل کې د داسې یوې جګړې په اړه خبرداری ورکړی و .

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې ویلي و، ملا اخترمحمد منصور غواړي په زور له هغو طالب مشرانو بیعت واخلي چې دده له مشرتابه سره مخالف دي .

ملا عبدالمنان ویلي وو، داسې معلومات ور رسیدلي چې ملا اختر محمد منصور د هغو وسله والو طالبانو پر ضد چې له ده سره بیعت نه کوي فتوه ورکړي . د نوموړي په وینا که چیرې دا فتوه ورکړل شي ، د طالبانو د دوو لورو ترمنځ به جګړې ته لاره پرانیزي .

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د احمد رباني له خولې چې د طالبانو د دوو ډلو ترمنځ د د یو ځای کیدو د هڅه کوي وايي، دا پنځه وسلوال وروسته له هغې ووژل شول چې ملامنصور دادالله د ملا اختر محمد منصور خلاف په سلګونو وسلوال د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې راټول کړل.

دا سیمه له ډیرې مودې راهیسې د طالبانو تر کنترول لاندې ده .

اسوشیتید پریس خبري اژاس د احمد رباني له خولې وايي هیلمن دی چې یوې داسې پریکړې ته به ورسیږي چې له مخې به یې د طالبانو د مشرتابه په اړه وروستۍ پریکړه وشي .

XS
SM
MD
LG