د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د امريکا د ملي امنيت سلاکاره "سوزان رايس" اسلام اباد ته تللې


د امريکا د متحده ايالاتو د ملي امنيت سلاکاره سوزان رايس د يوه جګپوړي پلاوي په ملتيا له پاکستانيو چارواکيو سره د سيمې د وضعيت په اړه د خبرولپاره د شنبې په ورځ ناوخته اسلام اباد ته تللې ده.

ټاکل شوې چې سوزان رايس به نن د پاکستان د صدراعظم نواز شريف او د پوځ د لوى درستيزجنرال راحيل شريف په ګډون له يو شمېر نورو مشرانو سره وګوري او په دوه اړخيزو و سيمه ييزو اړيکيو به ورسره مفصلې خبرې وکړي.

رايس په داسې وخت کې اسلام اباد ته راغلې چې په دې وروستيو کې د پاکستان او هند تر ترمنځ پر ګډه پوله وضعيت خراب شوى او د دواړو هېوادونو د ځواکونو په ډزو کې ګڼ شمېر ولسي وګړي وژل شوي چې امريکا پرې اندېښنه ښودلې او له دواړو يې غوښتي چې شخړې دې د خبرو له لارې اوارې کړي.

په عين حال کې په دې وروستيوکې په افغانستان کې د ترورېستي بريدونو د ډېرېدو له امله د پاکستان او افغانستان اړيکې هم ترينګلي شوي او همدا راز د افغان دولت او افغان طالبانو ترمنځ د سولې د دويم پړاو خبرې چې ټاکل شوې وه د جولايي په ٣١مه پاکستان کې وشي، هم ځنډېدلي دي.

پاکستاني رسنۍ وايي چې د امريکا د متحده ايالاتو د ملي امنيت سلاکاره به له پاکستانيو چارواکيو سره د پاکستان او هندوستان په کړکېچ او همدا راز د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو په اړه خبرې وکړي.

په عين حال کې د پاکستان د سياسي چارو ځيني کارپوهان اسلام اباد ته د سوزان رايس سفر مهم بولي او وايي، په داسې وخت کې چې د اسلام اباد له کابل او دهلي سره وضعيت ترينګلى شوى، د امريکا د جګپوړې چارواکې سفر د ډېر اهميت وړ دى.

د سياسي چارو کارپوه عقيل يوسفزي له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وويل:

((زما خپل خيال دا دى چې د امريکې کوم سيټ اپ دى د سټيټ، په هغې کې د ملي امنيت د سلاکارې د هغه ډېر زيات اهميت وي، هغه د امريکا د اسټبلشمنټ [استخباراتو] ترجماني او نماېندګي کوي.

تر اوسه پورې چې کوم معلومات دي، د هغې مطابق دا چې کوم په دوه سرحدونو باندې کوم ټېشن جوړ شوى دى، د پاکستان او افغانستان او هندوستان او پاکستان د دې د راکمولو لپاره ددې دا دوره ده.))

سوزان رايس پاکستان ته تر راتلو مخکې د چين يو ورځنى سفر هم کړى و او ددغه هېواد له چارواکيو سره هم په دوه اړخيزو او سيمه ييزو موضوعاتو غږېدلې وه.

عقيل يوسفزى همدا راز وايي، چين په سيمه او د افغان دولت او طآلبآنو ترمنځ د سولې په مذاکراتو مهم رول لري، نو ځکه ورته د امريکا د ملي امنيت د سلاکارې سفر مهم و او ښايي له چارواکيو سره يې پر دغې موضوع هم غږېدلې وي:

((په دې کې د ټولو نه اهم خبره دا ده چې هغې د بيجنګ دوره هم کړې ده، دا څومره ټينشن چې روان دى، په علاقه کې چې کوم د ترهګرۍ کومه مسئله ده، له طالبانو سره د افغان دولت د مذاکراتو کومه سلسله ده، په هغې کې تر امريکا وروسته د چين هم يو اهم کردار دى، نو په دې تناظر کې چې په دې ټوله منطقه کې ډېره زياته کشيدګي ده او د درېواړو ملکونو په منځ کې [پاکستان هند، پاکستان افغانستان] ښه باقاعده په سرحد کې ډزې کېږي، مړي کېږي، خلک ټپيان کېږي پکې او يو ميډيا وار هم روان دى، نو په دې تناظر کې دا دوره ډېره د اهميت وړ ده.))

په دې وروستيو کې په پاکستان کې د افغان دولت او طالبآنو د سولې دمذاکراتو تر ځنډېدو او همداراز د پاکستان او هند ترمنځ پر پوله د کړکېچ تر رامنځته کېدو وروسته اسلام اباد ته د امريکا د پوځي او سياسي چارواکيو سفرونه ډېر شوي دي.

د يادونې وړ ده چې تېره اوونۍ د امريکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال اسټن هم اسلام اباد ته راغلى و او ددې هېواد د پوځ له لوى درستيز سره يې په يو شمېر سيمه ييزو مساېلو خبرې کړې وې.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG