د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

د بلوچستان پر "جيوني" هوايي ډګر حمله کې يو انجينېر وژل شوى


وسله والو د بلوچستان په ګوادر کې پر هوايي ډګر حمله کړى چې يو انجينر يې وژلى، يو يې ټپي کړى او يو بل انجينر يې ژوندى له ځانه سره بېولى دى.

د حملې په نتيجه کې د هوايي ډګر راډار سيسټم په بشپړه توګه زيانمن شوى دى. پوليس وايي وسلوال په موټرسايکل سپاره وو او تر بريد وروسته د پېښې له ځايه تښتېدلي دي.

د بلوچستان د ساحلي ښار ګوادر په «جيوني» سيمه کې موجود هوايي ډګرته د يکشنبې په سهار سپېدو مهال وسله وال ورغلي او د ډزو په وسيله يې حمله ورباندې کړى دى.

د جيوني سيمې لېويز پوليس وايي، د وسله والو شمېر د لسو په شاوخوا کې وو چې وايي په موټرسايکلونو سپاره راغلي، هوايي ډګرته ور ننوتي او ډزې يې پيل کړې دي او د پېښې له ځايه تښتېدلي دي.

لېويز پوليس وايي، د وسله والو په ډزو په هوايي ډګرکې موجود د هوايي چلن يو انجينېر خليل الله وژل شوى، يو بل انجينېر ټپي شوى او د برېښنا يو انجينېر محمودالله وسله والو له ځانه سره ژوندى بېولى چې وايي تراوسه يې لا هم برخليک مالوم نه دى.

له جيوني سيمې د تر لاسه شويو مالوماتو له مخې د هوايي ډګرشاوخوا امنيتي سرتېري نه وو او امنيت ټينګ نه وو، ځکه وسلوالو له موقعې څخه په استفادې سره د سهار د څلورو بجو په شاوخوا کې پر هوايي ډګر بريد وکړ.

د پاکستاني د هوايي چلن اداره وايي، د وسله والو د بريد په نتيجه کې د هوايي ډګر د راډار سيسټم ته زيان رسېدلى او په بشپړه توګه له کاره لوېدلى دى، خو ورسره زياتوي چي له دې هوايي ډګره له ډېرو کلونو راهيسې کار نه دى اخيستل شوى، يواځې د نړېوالو پروازونو د څارنې کار ترې اخيستل کېده او ارتباطي نظام ته پر زيان رسېدو برسېره د پروازونو مهالوېش اغېزمن شوى نه دى.

د دې بريد مسووليت تراوسه کومې وسلوالې ډلې نه دى منلى، خو د ايران پولي ته نيژدې په جيوني، پسني، آواران او تربت سيمو کې خپلواکي غوښتونکي بلوڅ وسلوال زيات فعال دي.

د يادونې وړ ده چې په تېر ٢٠١٤م کال کې هم وسله والو ګوادر ته نيژدې په پسني سيمه کې پر يوه راډار بريد کړى وو چې يو پوليس يې وژلى او يو بل يې ټپي کړى وو. تر دې پخوا هم په پسني او شاوخوا سيمو کې پر حکومتي تاسيساتو وسلوالو بريد شوي چې مسووليت يې اکثر خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو پر غاړه اخيستى دى.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG