د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۹

په کابل کې د اتیا پروژو تړونونه لاسلیک شول


د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په څوارلسو ولایتونوکې د اتیا پروژو تړونونه د کلیوالي پراختیایي شوراګانو سره د یکشنبې په ورځ په کابل کې لاسلیک کړل.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر وویل، دا پروژې به په اقتصادي او ټولنیزو برخو کې د خلکو فعالیتونو ته اسانیتاوې برابرې کړي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، دا پروژې د خلکو د غوښتنو او اړتیاوله مخې پلان شوي او له درې میاشتو څخه نیولې، تریوه کاله پورې به د هېواد په څوارلسو ولایتونو کې پلي شي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیرنصیراحمد دراني دراني د یکشنبې په ورځ د کلیوالي پراختیايي شوراګانو له مسوولینو سره د یادو پروژو د تړونونو د لاسلیک کولو پر مهال وویل، په دې پروژو کې استنادي دیوالونه، د اوبو کانالونه، د کرنیزوځمکو د خړوبولو سربندونه، سړکونه، ښوونځي او ټولنیزو مرکزونه شامل دي. ښاغلي دراني د دې پروژو د ګټو په هکله وویل:

((نن د اتیا پروژو تړونونه چې ارزښت يې دوه سوه شپږپنځوس میلیونه افغانۍ کیږي، لاسلیک کوو.

د دې پروژو له پلي کیدو سره به یو لکو، نهه پنځوس زره، پنځه سوه او نهو کسانوته ګټه ورسیږي او یولکو شپږ زره، نهه سوه پنځوس کاري ورځې به ایجاد شي.))

د دې پروژولګښت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او د اسیایي بانک له خوا ورکول کیږي.

د دې وزارت د معلوماتوله مخې، سربېره پردې پروژو له تیرو ۷میاشتو راهیسې د هېواد په څلور دیرشو ولایتونو کې د څه باندې دوه سوه پنځه دیرش میلیونو ډالرو په لګښت، څه کم اته زره او پنځه سوه مختلفې پروژو بشپړې شوي او څه باندې دوه میلیونو برګزو ته یې ګټې رسیدلي دي.

د کلیو د بیارغونې او پراختیا د وزارت مسوولینو دا هم وویل، ولایتونو او لیرې پرتو سیمو ته يې د پراختیايي پروژو ګڼ پلانونه ترتیب کړي او په راتلونکې کې به پلي شي.

د کلیوالي پراختیايي شوراګانو مسوولینو پردغو پروژو خوښي وښوده او ويي ویل چې د هېواد لیرې پرتې سیمې، له تیرو کابو څلویښتو کلونو راهیسې ناامینو ځپلي او په هره برخه کې د بیارغونې او پراختیا پروژو ته ضرورت لري.

دوې هیله وکړه چې دولت دا ډول نورې پروژې هم په خپلو پروګرامونو کې شاملې کړي. د کونړ د ولایت استازي مجاهد وویل:

((دا هم بې ګټې نه دي خو زموږسیمه له دې هم زیاتو انکشافي پروژو ته ضرورت لري، له یوې خوا به خلکو ته کار پیدا شي او له بلې خوا به محصولات زیات شي. زموږ ضرورتونه د پوهنې، روغتیا او کرنیزو برخو کې ډیر دي.))

د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ استازي محمد عالم بیا وویل:

((دا پروژې مو یوه اندازه ستونزې کموي خو موږ بزګر خلک یو؛ اوبو، ویالو او سربندونو ته ډیره اړتیا لرو، له دولته هیله ده چې په مختلفو برخو کې موږ ته پروژې راکړي.))

پخوا تر دې هم په ګڼو ولایتونو کې د بیارغونې او پراختیا ورته پروژې بشپړې شوي دي، خو خلکو یې د کار له کیفیته شکایتونه درلودل. خلک غواړي چې حکومت د دې پروژې د کارکیفیت وڅاري.

د کلیو د بیارغوني او پراختیا وزارت ډاډ ورکوي چې د دې پروژو چارې به د خلکو په مرسته په جدي توګه وڅارل شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG