د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۸

د پوهنې وزارت د محلي ښونځیو پروګرام پرانست


د پوهنې وزیر وایي چې دغه پروګرام د څلورو کلونو لپاره دی او په ترڅ کې به یې په دیارلسو لرو پرتو ولایتونو کې زر محلي ښونځي جوړ شي.

د پوهنې وزارت داسې هڅې پیل کړي چې د لرو پرتو او ناامنه ولایتونو هغو ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره کړي چې له ښونځیو څخه محروم پاته دي.

دغه وزارت په همدې هدف د یکشنبې په ورځ د محلي ښونځیو پروګرام پرانست چې له مخې به یې له زده کړو محرومو ماشومانو ته په جوماتونو، کورونو، مېلمستونونو او نورو عامه ځایونو کې د زده کړې اسانتیاوې برابریږي.

د پوهنې وزیر اسدالله حنیف بلخي وویل چې دا مهال درې اعشاریه پنځه میلیونه ماشومان زده کړو ته لاس رسی نه لري او دوی هڅه کوي چې د محلي ښونځیو له لارې دغه ستونزه هواره کړي.

((د محلي ښونځیو د جوړولو اساسي هدف دا دی چې له ښونځیو څخه محرومو ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره شي؛ په دې پروګرام کې به له ښونځیو څخه شااوخوا یو لکو محرومو ماشومانو ته د زده کړې زمینه برابره شي؛ موږ به دې پروګرام ته زر ښوونکي استخدام کړو او دا پروګرام په زرو کلیو کې عملي کیږي.))

ښاغلي بلخي زیاته کړه چې د محلي ښونځیو دغه پروګرام د څلورو کلونو لپاره په دیارلسو ولایتونو کې عملي کیږي او نوموړي په دې په دې برخه کې د هلمند، بامیان، بادغیس، دایکندي، کندهار، پکتیا، پکتیکا، ارزګان، زابل او غور نومونه یاد کړل.

محلي ښونځي په هغو سیمو او کلیو کې جوړیږي چې د پوهنې وزارت له رسمي ښونځیو څخه فاصله لري.

په دې ښونځیو کې له زده کړو محروم ماشومان تر درېیم ټولګي پورې زده کړې کوي او بیا د پوهنې وزارت له خوا په رسمي ښونځیو کې جذبیږي.

د پوهنې وزارت چارواکي وایي چې په کلیو او بانډو کې خلک نجونو ته اجازه نه ورکوي چې په لرې فاصله کې ښونځیو ته ولاړې شي او د محلي ښونځیو یو اساسي هدف دا هم دی چې نجونو ته هم د زده کړې زمینه برابره شي.

په کابل کې د امریکا سفیر مایکل مکنلي هم د محلي ښونځیو پروګرام د زده کړو د دودولو لپاره مهم وباله او ویې ویل چې هېواد یې د دې پروګرام له عملي کېدو سره پنځه اویا میلیونه ډالره مرسته کوي.

((نن موږ پر داسې یوې پروژې بحث کوو چې ټولو افغانانو ته د زده کړې اسانتیا یقیني کوي؛ ټولو ته د زده کړې د زمینې برابرول د ښې او با ثباته راتلونکې لاره ده؛ په له بده مرغه د ناامنۍ او فاصلو له امله ټول افغان ماشومان زده کړو ته لاس رسی نه لري؛ په همدې هدف امریکا په افغانستان کې د محلي ښونځیو په برخه کې پنځه اویا میلیونه ډالره پانګونه کوي.))

د محلي ښونځیو د پروګرام د پرانستو پرمهال د یونسف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د وجهي صندق استازي هم ډاډ ورکړ چې د دې پروګرام په عملي کېدو کې به مرسته کوي.

پوهنې وزارت په داسې حال کې د محلي ښونځیو پروګرام پيلوي چې څه موده وړاندې سیګار په دې وزارت کې له اداري فساده پرده پورته کړه او حکومت هم یوه پلاوي ته دنده سپارلې څو دا تورونه وڅیړي.

د پوهنې وزارت مسوولین بیا وایي چې د محلي ښونځیو پروګرام به له نږدې وڅاري او هڅه به وکړي چې په دې برخه کې د هر ډول فساد او درغلیو مخه ونیسي.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG