د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۵

څیړونکي په پاکستان د یو شمېر هېوادونو وروستي فشارونه مثبت ارزوي


پخواني افغان ډپلوماټان او د نړېوالو اړیکو څیړونکي په پاکستان باندې د یو شمېر هېوادونو وروستي فشارونه مثبت ارزوي.

د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي مرستیال جاوید لودین وايي چې افغان حکومت په سیمه او نړۍ کې ملاتړ پیدا کړی څو په پاکستان فشار راولي.

احمد سعیدي بیا وايي، که څه هم ځیني هېوادونه په پاکستان فشار راولي خو ځیني نور یې ملاتړ کوي چې دا خپله یوه پیچلتیا رامنځته کوي.

افغان حکومت بیا پاکستان تورن کړی چې له تروریزم سره په مبارزه کې رښتیني همکاري نه کوي او باید په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

پر پاکستان د سیمې او نړۍ د ځینو هېوادونو له وروستیو سیاسي او اقتصادي فشارونو څخه مخکیني افغان ډپلوماټان او سیاسي څیړونکي ملاتړ کوي.

دوی وايي چې افغان حکومت په سیمه او نړۍ کې د پاکستان په وړاندې د خپل ځان لپاره ملاتړي پیدا کړي او کولای شي د دغو ملاتړیو هېوادونو له خوا پر پاکستان د ځینو مسایلو په خاطر فشار وارد کړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخواني سیاسي مرستیال جاوید لودین ازادي راډیو ته وویل چې په دغو هېوادونو کې ترټولو ډېر د امریکا متحده ایالاتونو رول مهمه دی چې کولای شي په اوږدمهالي کې نتیجه ورکړي:

((د پاکستان په هکله یواځینۍ لاره دا ده چې په نړېواله کچه باندې دوی تجرید شي.

د دوی په مقابل کې یو اتفاق د نظر رامنځته شي. په دې کې د امریکا نقش ډېر اساسي نقش دی. دا چې د افغانستان حکومت وکولای شول په دې تېرو نهو لسو میاشتو کې د ځان لپاره یو مقدار همدردي راجلب کړي د افغانستان د موقف لپاره هم په سیمه کې او هم په نړۍ کې دا شاید ګټور وي.))

ښاغلی لودین وایي چې د سیمې مهمو هېوادونو هم د افغانستان له دریځه ملاتړ کړی دی او دا د دې ښکارندویه ده چې افغانان د ثبات د تامین لپاره رښتیني هڅې کوي.

د بهرنیو چارو وزارت دا پخوانی مرستیال ټینګارهم کوي چې که د سولې خبرې تر ډېرو هڅو وروسته بیا هم نتیجه نه ورکوي نو د افغان حکومت وروستی دفاعي او پوځي دریځ د ستایلو دی او باید ترې ملاتړ وشي.

د ځینو رپوټونو له مخې امریکا له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې پاکستان ته له څو کلونو راهیسي په کال کې یو میلیارد ډالره ورکول خو اوس یې دا پيسې پرې ځنډولي چې د فشار د واردولو یوه نښه بلل کیږي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې هم په دې اړه یو راپور خپور کړی و او د دغو مرستو د بندیدو لامل یې دا ښودلی و چې پاکستان د حقاني شبکې په وړاندې ښه مبارزه نه ده کړې.

اخوا جرمني هم د سولې د تامین لپاره د افغان حکومت دریځ ستایلی او له پاکستانه یې غوښتنه کړې چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

افغان حکومت هم پاکستان تورنوي چې له تروریزم سره په مبارزه کې یې صادقانه همکاري نه ده کړې.

افغان ولسمشر ویلي چې دغه هېواد رښتیني مبارزه نه ده کړې او نور ورڅخه نه غواړي چې طالبان د خبرو میز ته کینوي.

په پاکستان کې پخوانی افغان ډیپلوماټ او سیمه ییز کارپوه احمد سعیدي هم په پاکستان باندې وروستي فشارونه تاییدوي خو وايي چې که د نړۍ ټول هېوادونه له پاکستان سره یو ډول چلند وکړي دا به ډېره مثبته تمامه شي:

((َامریکایان، جرمني او د افغانستان حکومت هڅه کوي چې پر پاکستان فشار وارد کړي چې نور له تروریستانو ملاتړ ونه کړي.

د حقاني ډله وځپي او د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي. خو متاسفانه ځیني هېوادونه د پاکستان تر شاه ولاړ دي لکه بریټانیا او سعودي. کاشکې چې سعودي،قطر،بريټانیې او امریکا ټولو په یو لاس په پاکستان فشار راوړی وای.))

ښاغلی سعیدي د افغان سولې بهیراو له پاکستان سره د اړیکو د ښه کیدو هیله په داسې حال کې چې له پاکستان سره دوه ډله نړېوال چلندونه کیږي ډېره ممکنه نه بولي.

افغان ډپلوماټان او د چارو څيړونکي په داسې حال کې پر پاکستان د فشارونو ملاتړ کوي چې په دې وروستیو کې امریکايي او اروپايي چارواکو پاکستان ته سفرونه زیات کړی او هڅه کوي چې دا هېواد له تروریزم سره رښتینې مبارزې ته متوجه کړي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG