د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۵

حقبین: د دولت مخالفینو په وړاندې عملیات دوام لري


د سرپل ولایت چارواکي د دې ولایت په ناامنو سیمو کې د دولت مخالفو وسله والو په وړاندې پوځي عملیاتو کوي.

د سرپل ولایت سرپرست عبدالجبارحقبین وايي چې د کوهستانانو او سوزمه قلعې ولسوالۍ په لرو پرتو سیمو کې د دولت مخالفو وسلوالو په وړاندې به د ۲۰۹ شاهین قول اردو د چارواکو په مشرۍ نظامي عملیات دوام پیدا کړي.

د سرپل سرپرست والي عبدالجبارحقبین له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې له یوې میاشتې را پدېخوا یې د سرپل په ناامنو سیمو پوځي عملیات پیل کړي دي، چې په ترڅ کې یې شاوخوا ۹۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي حقبین زیاته کړه، چې د څلورورځو راپدېخوا په کوهستاناتو ولسوالۍ کې د یادو عملیاتو مشرۍ جنرال عبدالرشید دوستم درلودله چې په ترڅ کې یې ۵ مخالفین وژل شوي او ۵ تنه نورهم ټپیان شوي دي.

د حقبین په خبره چې تردمه د کوهستاناتو ولسوالۍ ۲۸ کلي د وسله والو مخالفینوله وجوده پاک شوي دي.

د سرپل سرپرست والي زیاتوي چې د دولت د مخالفو وسله والو په وړاندې به د کوهستانانو او سوزمه قلعې په ولسوالیو کې پوځي عملیات دوام پیدا کړي:

((د سوزمه قلعې ولسوالۍ په کته قلعه سیمه کې عملیات دوام لري او د یادې ولسوالۍ پاتې سیمې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د تصفیې په حال کې دي.))

دی وايي چې د دولت د مخالفو وسله والو د ځپلولپاره یې د تازه عملیاتو چمتوالی نیولی او ډېرژربه دا عملیات پيل شي.

د سرپل د سرپرست په خبره چې لاهم د سوزمه قلعې په کتله قلعه، قزاق، ملک او د کوهستاناتو ولسوالۍ په دره زمچي سیمه کې د دولت مخالف ولسوال پراخ فعالیت لري:

((بلی هو لاهم د قزاق، ملک او دره زمچي سیمو کې د دولت مخالف وسلوال پراخ فعالیت ترسره کوي او موږ یې د ځپلو لپاره لازم پلان طرح کړی او عملیات به ترسره کړو.))

په عین وخت کې د سرپل ولایت اوسېدونکي شکایت کوي، چې د دې ولایت مرکز د وسله والو مخالفینو تر تهدید لاندې دی او دولتي چارواکي دا مهال د یاد ولایت په لرو پرتو سیمو کې پر پوځي عملیاتو مصروف دي:

((د سرپل ولایت مرکزد مخالفو وسله والو تر تهدید لاندې دی او دا وېره موجوده ده، چې ډېرژر به مخالفین وکولی شي دا سیمه په خپل ولکه کې ونیسي.))

په داسې حال کې د سرپل ولایت چارواکي د مخالفو وسله والو په وړاندې په لرو پرتو سیمو کې د پوځي عملیاتو له دوامه خبر ورکوي چې د سرپل په مرکزکې د ګڼ شمېرخلکو په خبره چې د شیرمونو په نا امنه سیمه کې د پخوانیو جهادي قومندانانو د موجودیت له امله دولت ندی توانېدلی دې سیمو کې عملیات ترسره کړي.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG