د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۱

"د سولې په خبرو کې به پاکستان ته د منځګړي رول ورنه کړای شي"


د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د مخته بیولو لپاره پاکستان ته د ونډې ورکولو موضوع په حکومت کې دوه ډوله نظرونه رامنځ ته کړي دي.

د حکومت اجرایه ریاست وایې، د سولې د خبرو دوام ابتکار له دې وروسته یواځې د افغان حکومت په لاس کې دی او پاکستان ته به په دغه بهیرکې د منځګړیتوب اجازه نه ورکوي.

خو د سولې عالي شورا په دغه بهیر کې د پاکستان همکاري مهمه بولي.

د ولسي جرګې یو شمېرغړي هم د سولې په خبرو کې د پاکستان همکاري ګټوره بولي خو وایې چې دا هېواد باید د نړېوالې ټولنې په مرسته په دې برخه کې همکارۍ ته اړ کړای شي.

سره له دې چې د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو دوهم پړاو ته لاتراوسه کومه نیټه نه ده ټاکل شوې، خو په دغه بهیرکې د پاکستان د ګډون په اړه په حکومت کې دننه دوه ډوله نظرونه شته.

د حکومت اجراییه ریاست وایي، که د سولې دویم پړاو خبرې پيل هم شي، پاکستان ته به په کې ونډه نه ورکوي.

د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل د دوشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې په دې برخه کې د پاکستانه هیڅ ډول تمه نه کیږي:

((موږله پاکستانه هیڅ تمه نه لرو او له هغوی څخه نه غواړو چې بیا هم د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ منځګړیتوب وکړي.

دا پروسه که له دې وروسته پيلیږي هم، د پاکستان له مرستې او منځګړیتوب نه پرته پیلیږي.))

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په وروستیو کې ترکمنستان د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو کوربه توب ته چمتووالی ښودلی دی.

ولسمشرمحمد اشرف غني د افغانستان په ځینو سیمو په تیره بیا په کابل کې تریولړچاودنو او انتحاري حملو وروسته د سولې د خبرو ابتکار له پاکستانه واخیست. د سولې د خبرو دویم پړاو له مخکې نه هم د ملاعمرد مړینې له خبر سره ځنډول شوی و.

خو د افغانستان د سولې عالي شورا د سولې په مذاکراتو کې د پاکستان د ونډې په اغیزمنتوب ټینګار کوي او د دغې شورا یو غړی قاضي محمد امین وقاد وایي، لازمه ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اعتماد فضا رامنځ ته شي.

اخوا راپورونه وایې چې د امریکا د ملي امنیت سلاکارې سوزان رایس هم د یکشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د بیا پیل په اړه له پاکستاني چارواکو سره بحث وکړ.

په همدې حال کې د ولسي جرګې د اداري پلاوي غړی عرفان الله عرفان سره له دې چې د سولې د بهیر د مخته بیولو لپاره د افغان حکومت پر واحده دریځ ټینګار کوي، وایې چې افغان لورې ته لازمه ده څو په د پاکستان پر وړاندې له یوې نوي ستراتیژۍ سره پر مخ ولاړ شي:

((که موږلکه د تیرو څوارلسو کلونو غوندې یواځې په ناستو او غونډو اکتفا وشي، هیڅ اړتیا نه شته چې دا ډول تکراري غونډې وشي. خو هم د پاکستان او هم نړېوالې ټولنې له خوا په یوې نوی ستراتیژۍ او زموږ له خوا په یوې نوې کړنلارې میدان ته شو، فکر کوم ګټوره به وي.))

د چارو کارپوهان په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسولو او د سولې د خبرو د بریا لپاره د پاکستان همکاري ګټوره بولي خو ترڅنګ یې د ملي او سیمه ییزې اجماع رامنځ ته کیدل مهم ګڼي.

خو دا چې ایا افغان حکومت به په راتلونکې کې د دغه بهیرد مخته بیولو لپاره کوم بدیل په پام کې نیسي او د پاکستان نه ګډون به دا پروسه بریالۍ کړې او که نه، دا به د وخت په تیریدو سره روښانه شي.

XS
SM
MD
LG