د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

په پکتيا کې یوه ځوان د خپلې کورنۍ په خلاف اعتصاب کړی


د پکتيا يو تن ځوان د دې ولايت د پوهنتون په لويه دروازه کې له تېرو دريو ورځو راهيسې، د خپلې کورنۍ په خلاف د اعتصاب خېمه درولې ده او وايي چې د دوی کورنۍ دې له دښمنانو څخه د بدل اخيستو پرځای د هغوی د ماشومانو د راتلونکي لپاره بخښنه وکړي.

خان ولي د پکتيا مرکز ګردېز مهلن حبيب کلا اوسېدونکی دی او د خپلې کورنۍ په خلاف يې د غږ اوچتولو په پار د پوهنتون په دروازه کې خېمه درولې او غوښتنه کوي چې پرې روان تاوتريخوالي مخه دې ونيول شي.

نوموړي د خپل اعتصاب په خېمه درې جملې کښلې دي (وينه په وينه نه وينځل کيږي؛ وژل شوي په وژنه نه راژوندي کيږي، نو ځکه بايد وژنه بس کړئ او وروستۍ جمله يې دا ليکلې چې: عدالت غواړم.)

خان ولي وايي، د تره زامنو سره يې کورنۍ شخړه د وروڼو په مرګ تمامه شوه او بايد دا خبره هواره شي:

((دعوه وه او منځ کې مو لانجه راغلې وه او مشکل مو راغلی وو او هغه يې وژلې او زه له خپلې کورنۍ څخه غوښتنه کوم چې بلاخېره بايد دوی سره جوړه وکړي، ځکه له هغوی څخه اشتباه شوې او هغه خلک زموږ دوستان دي او مسلمانان دي او بايد داسې لار ورته وسنجول شي چې نه سيخ وسوځي او نه کباب او بل بخښنه کې ګناه نشته که موږ بخښنه ورته وکړو دا خو روغه خبره ده، خير دا درد او رنځ به موږ په غاړه واخلو او زه پوهېږم چې ډېر زور لري، خو بيا هم موږ به صبر وکړو، هغوی ته به بښنه وکړو هغوی اولادونه لري، ميندې لري او که هغه موږ وژنو د هغوی واړه ماشومان دي او بې سرپرسته پاتې کيږي، نو زه د دې مصلحت له مخې دا خبره کوم.))

د ده په خبره چې پلار يې د دوی خبرې ته غوږ نه ږدي او د خلکو د دعوې په صورت کې هم د خلکو حق ته نه کيني:

((زموږ په کور باندې ځيني خلکو دعوه کړې چې تاسو زموږ ځمکې په زور نيولې دي،زموږ پلار وايي، چې نه دا مو په زور نه ده نيولې، نو زه وايم چې هغه خلک خو وايي، چې موږ ثبوتونه لرو، نو هغوی سره دې خبرې وکړي، هغوی قسم کوي، چې دا ځمکه د هغوی ده، نو زموږ پلار دې ورته کيني او خبرې دې ورسره وکړي، خو هغه حق ته نه ورسره کيني دوه کسو ته دې ورسره کيني او علماوو ته دې کيني او اسلامي پرېکړه دې ورسره وکړي، که ځمکه د بل چا وي بېرته دې يې ورکړي او که نه وي خو خپله ځمکه يې ده.))

نوموړی دا هم وايي، درې غوښتنې لري او کورنۍ يې بايد ورسره درې واړه غوښتنې يو په يو ومني او که داسې ونه شي، نوموړی خپل اعتصاب پای ته نه رسوي او د ژوند تر پايه به يې د خېمې په دېوال دا جمله ځړېدلې پاتې وي چې د کورنۍ هر غړی د زده کړې حق لري او هېڅوک نه شي کولای له چا څخه د زده کړې حق واخلي:

((د ځان لپاره هېڅ هم نه غواړم چې ماته يې د تعليم حق نه دی راکړی او تعليم ته مې نه پرېږدي او په هغه کې هېڅ نه غږېږم، خو زه وايم چې زما د کورنۍ نورو وړو غړيو ته بايد د تعليم حق ورکړي او زما ټوله مبارزه همدې لپاره ده، چې بايد تعليم ته اجازه ورکړي او د هغو کسانو په حق کې، چې زما وروڼه يې وژلي دي هغوی اشتباه کړې، قتل يې کړی، تاسو قتل مه کوئ تاسو د هغوی په اولادونو رحم وکړئ بښنه ورته وکړئ او بښنه له قصاص نه ښه ده، بله غوښتنه مې له کورنۍ څخه دا ده او هغه دې راسره ومني، چې زما د کورنۍ ځينې غړي بايد دوی درس ته پرېږدي، د امکان ترحده دې اجازه ورکړي، چې قران او حديث سره په ټکر کې نه وي.))

خان ولي په مرکزي حکومت او د بشر حقونو په خپلواکو ادارو او مدني فعالانو غږ کوي، چې د ده غږ ته په ډېر عادي سترګه ونه ګوري او د دوی د کورنۍ شته ستونزې درک او د هواري په لارو چارو يې غور وکړي.

د نوموړي د کورنۍ غړي دی په ناحقه ګڼي وايي، په دې ډول د دوی ستونزې نه شي حلېدای، د خان ولي له پلاره به يې واورو:

((نوم مې مامور نورمحمد، موږ هېڅ خبر نه يو، اوس د خلکو له خولې خبر شو چې له کابل څخه راغلی او خېمه يې لګولې ده، د ده عصاب خراب دي، دی وايي زه جوړه کوم، دا جوړه کيږي خو بيا مو وژني، که جوړه وکړو لسمه پينځلسمه مو بيا وژني.))

نوموړی دا هم وايي، چې که د زوی په خوله د مقابل لوري سره جوړه وکړي او ويې بښي دا اطمنان نه لري، چې د ده د پاتې اولادونو ژوند به په راتلونکي کې تضمين وي.

د ده ورور له خپله فکره د خان ولي اعتصاب د عدالت پلې کېدو لور ته اړوي او وايي:

((تاج محمد د مهلن د حبيب کلا، لنډه درته وايم، چې ده داسې پروګرام جوړ کړی دی،چې زموږ دښمن دي او کوم نفر يې چې له موږ څخه ويشتي دي، يو کس موږ ترې نيولی دی او هغه کس چې موږ نيولی دی په هغه بايد عدالت تطبيق شي او داسې نه وي، چې هغه خوشی شي، دا غواړي چې عدالت دې د حکومت له لارې پلی شي او سړی بايد دغسې خوشی نه شي او بايد اعدام شي، که اعدام نه شي دا مشکل نه شي حل کېدی.))

خان ولي چې د خپلې کورنۍ په وړاندې يې اعتصاب کړی دی وايي، د پوهنتون په مخه کې درول شوې خېمه کې به يې د ډوډۍ او اوبو نه څښلو اعتصاب تر هغو روان وي، چې تر کومې ورځې يې غوښتنې نه وي منل شوې او يا حکومت د دوی ستونزه جدي ونه پلټي.

راپور- داود تپان – پکتيا

XS
SM
MD
LG