د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۱

د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ په کابل ونمانځل شوه


د سبنلې نهمه، د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ په کابل کې؛ د قومونو او قبایلود چارو وزارت له خوا ونمانځل شوه.

سږکال په کابل کې له پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ په داسې شرایطو کې نمانځل کیږي چې په سیمه کې د جنګ اکثره قربانیان همدغه پښتانه او بلوڅان دي.

د پښتنو او بلوڅو د پیوستون د نمانځلغونډې ګډون وال په دې نظر وو چې جنګ د ډ یورنډ د کرښې د دواړو خواو پرمیشتو پښتنو او بلوڅو تپل شوی او دغو قومونو ته په کار ده چې جنګ غوښتونکو ته نوره اجازه ورنه کړي چې د دوی له سیمو څخه د خپلو ارمانونو د پوره کېدو په خاطر کار واخلي.

دغونډې ګډونوالو ویل، جنګ غوښتونکو د دوی له سیمو څخه د ترهګرو ځالې جوړې کړي او غواړي چې د جنګ لمن له همدغه ځایه نورو سیمو ته وغځوي.

دوی تاکید کاوه چې د قومونو یووالی کولی شي چې په خپلو سیمو کې ترهګروته د فعالیت اجازه ورنه کړي.

د غونډې لومړی وینا وال د افغانستان د قومونو او قبایلو چارو وزیر محمد ګلاب منګل و. ده وویل، جنګ غوښتونکي دې دا له یاده نه باسي چې د جنګ اور به د هغوی لمنو ته هم ورسیږي:

((که زموږ د سیمې پرګنې له خپلو سیمو څخه د جګړې او ترهګرۍ د شړلو اراده وکړي؛ هیڅوک یې مخه نه شي نیولی. زموږ په سیمه کې هرهغه هېواد چې د سولې او ثبات خنډ ګړځي او جګړې ته لمن وهي؛ نو روښانه ده چې د اور لمبې به د دوی ترلمنې ورسیږي او په کې به وسوځي.))

په افغانستان کې د پښتنو او بلوڅو د پیوستون ورځ له یوزرو نهه سوه اته ویشتم میلادي کال راهیسې نمانځل کیږي او هدف یې دا دې چې دواړه ولسونه به په سختو شرایطو کې یو د بل ملاتړ کوي.

د بلوڅو د لبریشن په استازیتوب حسن ابادي داسې وویل:

((بلوڅان او افغانان یو له بل سره په تل پاتې سوله کې اوسیدلي دي؛ موږ اوس دې ته اړتیا لرو چې سره یو شو او د دښمن ناپاکې ارادي له خاورو سره خاورې کړو.))

ځینو وینا والو وویل، د پښتنو او بلوڅو ورځ به په تېرو کلونو کې په شاندارو او پراخو مراسمو سره نمانځل کیدله؛ خو په دې وروستیو کې یوازې د مختصرو غونډو په جوړولو سره نمانځل کیږي.

افغان چارواکي د دې دلیل په هېواد کې روانه ناامني او نا مناسبه شرایط ګڼي.

په جوړو مراسمو کې د پاچا خان د فوندیشن مشر خادم حسین وویل؛ دواړو قومونو ته په کار ده چې د علم؛ پوهې، مدنیت ترقۍ او پرمختګ په ارزښتونو دومره ځانونه سمبال او پیاوړي کړي چې په راتلونکې کې ونه وايي چې جګړه پرې تپل شوې ده:

((په دې ټینګار کوم چې داسې ولس او داسې سماج چې د دې اقرار کوي چې ما باندې زما کور بل چا وران کړ؛ هغه د خپلو تاریخي، انساني او اجتماعي ذمه واریو څخه انکار کوي؛ د استعمار خو دا کار دی چې کرښې پر ولسونو راکاږي؛ نو دا د ولسونو او د ولسونو د پوهانو کار دی چې ولسونه راټول او له دې ستونزې یې خلاص کړي.))

د ملي عوامي نشنل پارټۍ نسیم ولي؛ مرکزي سکرتر اورنګ زیب کاسي د خیبرپختوا د مشهور شاعر او سیاسي شخصیت اجمل خټک د یوه شعر دوه بیتونه داسې واورول:

((کویټه که پیښور دی زما کور دی

که کابل که کندهار دی زما ورور دی

هرغاصب چې په کې خنډ اچول غواړي

که د لر دی که د بر دی مخ یې تور دی))

غونډې د حماسي شعرونو په لوستلو او د ملي او وطني موسیقۍ په غږولو سره؛ د شپې تر ناوخته دوام وکړ.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG