د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۸

جنرال دوستم: ملګري ملتونه دې پاکستان په تور لست کې شامل کړي


د افغان ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم له ملګرو ملتونو د له امنیت شورا شورا وغوښتل چې پرپاکستان له دې امله فشار راوړي چې نورافغان وژنه بس او د ترهګرو له ملاتړ لاس واخلي.

ښاغلي دوستم دغه څرګندونې تېره شپه ناوخته د نوموړي د ښه راغلاست په مناسبت په کابل کې په جوړې شوې غونډه کې وکړې.

جنرال دوستم دغه شان پاکستان او د دغه هېواد استخبارتي سازمان ای، ایس ای د افغانستان د خلکو دښمن وګڼلو او د دغه هېواد د کړنو په وړاندې د جدي مبارزې پر اړتیا تینګار وکړ.

د نوروافغانانو په شان د ولسمشرلومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم هم پاکستان په افغانستان کې د ناامنیو او بد بختیوو لامل ګني.

جنرال دوستم چې دوشنبه د شپې ناوخته په پوځي جامو کې په ټانک سپور د شمال له جګړې راستون شو، په کابل کې خپلو هرکلي کوونکو ته په خطاب کې پاکستان د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړ.

دوستم دې مسالې او په امریکا کې د ترهګرو له خوا د سپتمبرد یوولسمې نیټې د حملې پلانولو ته په پام سره، د ملګروملتونو د امنیت له شورا وغوښتل چې باید دغه هېواد تور لست ته وغورځوي:

((ولې دا پاکستان د بشر د حقونو د ناقضینو تورلست ته نه غورځول کېږي او فشار پرې نه راوړل کېږي؟

زموږغوښتنه د ملګروملتونو د امنیت له شورا څخه دا ده چې پر پاکستان فشار راوړي او لاس یې د ترهګرو له ملاتړ را لنډ کړي.))

جنرال دوستم چې په دې وروستیوکې شمالي ولایت فاریاب او سرپل ته د وسله والو مخالفینو د ځپلو په نیت، د ده په وینا د ولسمشرغني په لارښوونه او د افغانستان د امنیت شورا په مشوره تللی و، تریولړ برېاوو وروسته تېره شپه بېرته کابل ته راغی.

د ښاغلي دوستم په وینا که د جګړې مشرې یې نه وه کړې فاریاب به د وسله والو مخالفینو لاس ته لویدلی و او کندز، بدخشان او بلخ ته هم جدي ګواښ مخ و.

د ولسمشرلومړی مرستیال وايي چې د جګړې پرمهال یې، د پاکستان د اسخباراتو یو شمېرلوړ پوړي چارواکي، داعشیان او چیچینیایان له پښو غورځولي دي.

خو د ده په وینا دا ورته معلومه شوه چې د افغانستان د خلکو اصلي دښمن د پاکستان د استخباراتو اداره ده:

((موږ د داعش، پاکستانیانو او ای، ایس، ای سره جګړه کوو، دا خبرې هوايي نه کوم، له کلونو راپه دیخوا دوی زموږ هېوادوال او مشران شهیدانوي، زموږد ټولو دښمن همدا پاکستان او ای، ایس، ای دی.))

ښاغلي دوستم وویل چې د سه شنبې په ورځ به په فاریاب او سرپل کې د یادو عملیاتو راپور د افغانستان امنیت شورا ته وسپاري او که ولسمشراجازه ورکړه نورو ولایتونو ته به هم ولاړ شي.

د ولسمشرلومړي مرستیال دغه شان داعش یواځې د افغانستان لپاره ګواښ نه بلکه د سیمې او نړۍ لپاره، په ځانګړي ډول منځنۍ اسیا او روسیې لپاره یو ستر ګواښ وبللو.

جنرال دوستم له روسیې وغوښتل چې په دې برخه کې د چوپتیا پرځای د افغان ځواکونو د تجهیزپه برخه کې مرسته او په دغه مبارزه کې د دوی ملاتړ وکړي.

په ورته وخت کې د سیاسي چاروافغان کارپوه حاجي سید داوود وايي، ترکومه چې افغان مشران د سولې او جګړې په اړه یو واحد دریځ ونه لري، پاکستان به د دغه هېواد د ناامنه کولو او په کورنیو چارو کې یې لاس وهنې ته ادامه ورکړي.

د ښاغلي داوود په وینا په دې صورت کې به د ولسمشر د لومړي مرستیال او یا بل هر چارواکي هڅې د ترهګرو د مخنیوي په هدف بې اغیز وي:

((په افغان دولت کې د سولې او جګړې په اړه واحد نظرنه دی موجود، پاکستان به هله جګړې ته د پای ټکی کېږدي چې دلته افغانستان کې یو پیاوړی دولت راشي.))

په داسې حال کې چې په دې وروستیوکې د اسلام اباد او کابل ترمنځ اړیکې د پخوا په شان تاوده نه دي پاتې، پاکستان لا تر اوسه د ولسمشرد لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د وروستیو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

خو په تېره کې د دغه هېواد چارواکو له ترهګرو څخه د ملاتړهر ډول تورونه رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG