د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۱

خيبر ايجنسۍ: جمروډ کې انتحاري حملې٤ کسان وژلي او لسګونه ټپيان کړي


افغان پولې ته څېرمه د خيبر ايجنسۍ د قبايلي سيمې په جمروډ بازار کې د پېښور - تورخم پر لويه لار د سيمې د سياسي استازي د دفتر مخې ته انتحاري حمله شوې چې په نتيجه کې يې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خيبر ايجنسۍ ځايي امنيتي چارواکي وايي؛ دا حمله د سه شنبې په ورځ د دې ايجنسۍ د سياسي استازي د مرستيال فهد وزير دفتر مخې ته د خاصه دار ځواکونو پر موټر شوې چې په نتيجه کې يې تر دې دمه لږ تر لږه ٤ کسان مړه او د ماشومانو او ښځو په ګډون په کې ٥٦ نور ټبيان شوي دي.

د چارواکيو په وينا، په وژل شويو کې د امنيتي ځواکونو ٢ سرتېري او ٢ ملکي وګړى شامل دى او زياتوي چې د پېښې ټپيان يې د جمروډ دولتي روغتون او د پېښور حيات اباد ميډيکل کمپليکس ته لېږدولي چې په د ډېرو روغتيايي حالت په کې د اندېښنې وړ دى او ښايي د مړو شمېر پورته شي.

د خيبر ايجنسۍ سياسي استازي شهاب علي شاه د پېښې په ځاى کې له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې ځانمرګي بريدګر غوښتل د سياسي استازي د مرستيال دفتر ته ننوځي:

((ځانمرګى بريدګر غوښتل چې د سياسي دفتر د استازي فهد وزير دفتر ته ننوځي؛ خو د کلکو امنيتي تدابيرو له امله پر دې ونه توانېده او د دفتر په دروازه کې يې ځان د خاصه دارو له موټر سره نيزدې والوزاوه.زموږ ځواکونو سيمه محاصره کړې او تلاشي عمليات يې پيل کړي؛ څو بله کومه ناوړه پېښه رامنځته نه شي.))

په جمرود بازار کې د سياسي دفتر د مرستيال مشر د دفتر مخکې تر ځانمرګي بريد وروسته د پېښور - تورخم لويه لار د موټرو پر مخ تړل شوې؛ ملېشه ځواکونو سيمه محاصره کړې او تلاشي عمليات يې هم پيل کړي دي.

که څه هم د خيبر ايجنسۍ ځايي چارواکيو پهدغه بريد کې د ٤ کسانو د وژنې پخلى کړى؛ خو د پاکستان دولتي تلويزيون بيا د مړو شمېر ٥ ښيي.

خيبر ايجنسۍ افغان پولې ته څېرمه پرته قبايلي سيمه ده چې له ننګرهار ولايت سره نښتې اوږدې پولې لري او پاکستانيو پوځيانو په کې د تېر کال د اکتوبر مياشتې راهيسې د خيبر يو او دوه په نامه پوځي عمليات پيل کړي او د سلګونو ترهګرو د وژنې او پراخو برياوو ادعاوې کوي.

له بلې خوا د پاکستاني رسنيو د راپورنو له مخې، په جمروډ کې د سياسي استازي د مرستيال دفتر مخې ته د ځانمرګي بريد مسووليت تحريک طالبان پاکستان منلى دى.

دا ايجنسۍ د تحريک طالبان پاکستان د وسله والو په ګډون، د لشکر اسلام، انصارالاسلام او يو شمېر نورو وسله والو ډلو پياوړى مرکز ګڼل کېږي.

په دې وروستيو کې د باجوړ، خيبر او جنوبي وزيرستان په قبايلي سيمو کې پر امنيتي ځواکونو، قبايلي مشرانو، د امن لښکر پر غړيو، ښوونځيو او دولتي ودانيو بريدونو په داسې وخت کې ډېر شوي، چې پوځيانو په شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات پيل کړي او د ترهګرو د نېټ د ختمولو ادعاوې کوي.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان صدراعظم، ولسمشر او نورو سياستوالو په جمرود کې ځانمرګى بريد غندلى او د سيمې امنيتي چارواکيو ته يې د بېړنيو تحقيقاتو امر کړى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG