د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۲

عاکفي: حکومت دې د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون طرحه ژر وڅیړي


د انتخاباتي اصلاحاتو کمېسیون رییس د ملي وحدت حکومت له مشرانو غواړي چې د دوی له خوا ورسپارل شوې پشنهادي طرحه ژر وڅیړي او عملي یې کړي.

د انتخاباتي اصلاحاتو کمیسیون وایي، حکومت دې ژرترژره د دوی له خوا ورسپارل شوي وړاندیزونه عملي او او نتیجې دې له ولس سره شریکې کړي.

د انتخاباتي اصلاحاتوکمیسیون دغه وړاندیزونه دوه ورځې وړاندې حکومت ته وسپارل او وې ویل چې له خلکو، مدني ټولنو او انتخاباتي څیړونکو سره یې د مشورو پر اساس ترتیب کړي دي.

د دغه کمیسیون مشرشاه سلطان عاکفي د سې شنبې په ورځ د اکسین یاد انتخاباتو لپاره د مدني ټولنو د شبکې په غونډه کې وویل، که حکومت د انتخاباتو د اصلاح چارې وځنډوي، د ولسي جرګې راتلونکي انتخابات به متاثره کړي.

((د هېواد د یوه تبعه په توګه مې هیله دا ده، څو ژرترژره د ملي وحدت حکومت مشران په دې اړه پریکړه وکړي، هرڅومره چې ډېر دا شي وځنډیږي ورسره به د ولسي جرګې انتخابات ځنډیږي، د انتخاباتو ځڼدول ډېرې بدې پایلې لري.))

د تېرې یکشنبې په ورځ د انتخاباتي نظام د اصلاح کمېسیون د خپلو پیشنهادونو ټولګه اجراییه ریاست ته وسپارله.

په پیشنهادي طرحه کې راغلي چې په ولسي جرګه کې دې پنځه اتیا څوکۍ ګوندونو ته ځانګړي شي، د ولسوالیو په شوراګانو کې دې پنځه ویشت فیصده څوکۍ ښځو ته ورکړل شي، د رایې کارتونه دې باطل او د تذکرې له مخې دې رایه ورکړل شي.

همدارنګه په وړاندیزونوکې سپارښتنه شوې چې د انتخاباتو کمېسیون غړي دې له نهو څخه اووته راښکته شي او د ولسي جرګې غړیتوب ته دې تحصیلي شرایط کیښودل شي.

په ورته وخت کې د اجراییه ریاست مرستیال ویاند وايي، حکومت په هغې پیشنهادي طرحه څیړنه پیل کړې چې د انتخاباتي اصلاحاتو کمېسیون له خوا ورسپارل شوې ده.

جاوید فیصل ازادي راډیوته وویل چې ډېرژر به د دې پیشنهادونو له مخې په انتخاباتي نظام کې لازم اصلاحات رامنځ ته شي:

((انتخاباتي اصلاحاتو کمېسیون خپله پیشنهادي طرحه حکومت ته وړاندې کړې ده، حکومت په دې کارکوي څومره ژر چې شونې وي دغه پیشنهادونه عملي جنبه خپله کړي او په اړه یې اجرات وشي، ترڅو د انتخاباتو په نظام کې لازم تغیرات چې پیشنهاد شوي دي هغه رامنځ ته شي.))

بل خوا د ولسي جرګې یوشمېرغړي چې یاد کنفرانس ته رابلل شوي و، ټینګارکوي چې پیشنهادي طرحه باید د اساسي قانون په رڼا کې وڅیړل شي، څو له قوانینو سره په ټکرکې رانه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د جمهوري ریاست تېر دویم ځلي انتخابات د کمزوري مدیرت او په انتخاباتي قوانینو کې ستونزو له امله بحران ته ولاړل چې دې مسالې په انتخاباتو او ډیموکراسۍ باندې خلک بې اعتباره کړل.

خلک له حکومت غواړي چې تېرو تجربو ته په کتو باید په راتلونکو انتخاباتو کې د یو شمېرکړیو مخه ونیسي، څو په ډیموکراسۍ د خلکو باور یو ځل بیا پياوړ شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG